د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د قوش تیپې کانال پروژه پرانیستله


د طالبانو حکومت د افغانستان په شمال کې د قوش تیپې کانال پروژه پرانیستل.

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر نن چهارشنبه مارچ ۳۰ (وري لسمه) د یادې پروژې پرانیسته مهمه وبلل او زیاته کړې چې دې سره به افغانستان د زراعت برخه کې پر خپلو پښو ودریږي.

ښاغلي برادر وویل چې د قوش تیپې کانال پروژې د کار په پیلېدو سره به زیاتو کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.

هغه وویل:"د قوشتېپې کانال له تکميل سره به موږ نورو ته له لاس غځولو خلاص شو...که موږ پخپله لاس په کار شو ځوانان مو دې ته نه اړ کېږي چې له هېواده وتښتي او په مختلفو سختو لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي."

د طالب چارواکو په وینا د قوش تیپې د اوبو کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی ۱۰۰ متره بر او ۸.۵ متره ژوروالی لري چې په جوړېدو سره به یې ۵۵۰زره هکتاره ځمکه خوړوبه شي.

د قوش تیپې کانال د بلخ ولایت له کلداري ولسوالۍ څخه د امو دریاب اوبه د حیرتان دښتونو ته رسوي او د دولت اباد ولسوالۍ او جوزجان د اقچې ولسوالۍ څخه په تیرېدو د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسیږي.

د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د دغه کانال د بشپړېدو چارو به په شپږو کلونو کې پای ته ورسیږي.

ددغه پروژې چارې د افغانستان د ملي پراختیايي شرکت لخوا پر مخ وړل کیږي.او معلومه نه ده چې پر دغه پروژه به څومره لګښت راشي.

XS
SM
MD
LG