د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا وکړه کابل کې د اهل هنود په معبد برید دوي کړی


د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا وکړله چې په کابل کې د اهل هنود په معبد برید دوي کړی چې دوه تنه پکې ووژل شول او ۷ نور ټپي شول.

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د داعش خراسان څانګې په ټیلګرام کې ادعا کړې چې دا برید یې د اسلام پیغبر ته د سپکاوي په غبرګون کې کړی او داسې معلومیږي چې اشاره یې د هند د حکومت د یوې ویاندې څرګندونو ته وه چې ګڼ شمیر اسلامي هیوادونو غندلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې له څو ساعته نښنې وروسته د کابل د کارتې پروان په سیمه کې د اهل هنود پر عبادت ځای ټول وسله وال برید کوونکي وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) خبریالانو ته وویل چې له دریو چاودنو او نښتې وروسته یو اهل هنود او یو طالب وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

لومړۍ چاودنه د شنبې د سهار په ۶:۳۳ دقیقې وشوه او له هغه وروسته د دوو نورو چاودنو غږونه هم واوریدل شول.

بلخوا عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي دي چې د برید کوونکو او طالبانو ترمنځ په نښته کې د طالبانو د یو شمیر قومندانانو په ګډون څو تنه طالبان مړه او ټپیان شوي‌ دي.

غبرګونونه

د کابل په کارتې پروان سیمه کې د اهل هنود او سیکهانو پر عبادت ځای برید، په کور دننه او بهر ګڼ شمیر غبرګونونه راپارولي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د کابل په کارتې پروان سیمه کې د اهل هنود پر معبد برید «ډارن» عمل بللی او پر یو ټویټ یې لیکلي چې دا برید باید د ټولو له خوا په کلکه وغندل شي.

ښاغلي شنکر همدارنګه د اندیښنې په ښودلو سره زیاته کړې ده چې هند د برید له پیله پيښه له نږدې څاري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم په کابل کې د هندوانو او سیکهانو پر عبادت ځای برید غندلی او ویلي یې دي چې د بریدونو له مخې دا پيښه ډیره مرګ ژوبله لري.

یوناما پر خپله ټویټر پاڼه په عاجله توګه په افغانستان کې پر ملکي وګړو د بریدونو د دریدو غوښتنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د اهل هنود، هزاره ګانو او نورو اقلیتونونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د یاد برید په غندلو سره، د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې ده.

ښاغلي کرزي د یاد برید عاملان د افغانستان د خلکو د سولې او ثبات دښمنان ګڼلي دي او د دایمې سولې او ثبات او په هیواد کې د ملي بحثونو ( ګفتمان) غږ کړی دی.

د افغانستان د ملي مصاحلې د شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پر یو ټویټ لیکي: «په کارتې پروان کې زموږ د سیکهـ هیوادوالو پر عبادت ځای د نن سهار ترهګریز برید په کلکو ټکو غندو. په دې سختو شرایطو کې د یادې پيښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو.»

په ټولنیزو رسنیو کې هم افغانانو دا برید په کلکه غندلی دی او د پیښې له قربانیانو سره یې خواخوږي کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، دا لومړی برید دی چې د هندوانو او سیکهانو پر عبادت ځای کیږي. د طالبانو له واکمنۍ مخکې هم په کابل او یو شمیر ولایتونو کې پر دغو لیږکیو بریدونه شوي وو چې ځاني تلفات یې هم درلودل.

تر اوسه په کابل کې ددغه برید مسولیت هیڅ ډلې پر غاړه ندی اخیستی، خو له دې مخکې د داعش خراسان څانګې د افغانستان پر اقلیتونو د داسې مرګونو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

دا برید په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو میاشتو کې په کابل، کندهار، هرات، بلخ، کندز او یو شمیر نورو ولایتونو کې ورته خونړي بریدونه شوي چې اکثریت یې پر اهل تشیع لمونځ کوونکو وو.

تیره ورځ طالبانو وویل چې د کندز ولایت په یو جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه یو کس ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول.

د کندز لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني امریکا غږ ته وویل چې د برید ټول قربانیان لمونځ کوونکي وو.

XS
SM
MD
LG