د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ د پرسونل ضد ماینونو کارول بندوي 


د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې نن د جون په ۲۱ (غبرګولي ۳۱) اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو د پوځ لخوا د جنوبي کوریا پرته د پرسونل ضد ماینونو کارول بندوي.

سپینه ماڼۍ پدې اقدام سره د پرسونل ضد ماینونو د بندیز له نړیوال تړون سره خپله پالیسي همغږې کوي.

دا پرېکړه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دریځ سره مخالفه ده، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د دغه ډول ماینونو د تولید او کارونې اجازه ورکړې وه.

د سپینې ماڼۍ په یو بیان کې راغلي چې دغه اقدام د پرسونل ضد ماینونو کارول، تولید، ذخیره کول او انتقال منع کوي.
خو ددې سره سره د یوې نوې پالیسۍ له مخې، متحده ایالات به دا ډول ماینونه د شمالي کوریا د احتمالي برید په وړاندې د جنوبي کوریا د دفاع لپاره وکاروي؛ هغه اقدام چې متحده ایالات د اوټاوا د ۱۹۹۷ کال د کنوانسیون څخه یو څه لرې کوي.

دا پداسې حال کې دي چې روسې پر اوکراین د خپل یرغل پر مهال د پرسونل ضد ماینونو څخه ګټه اخلي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند اندرین واټسن ویلي، په اوکراین کې دغه ډول ماینونه ملکي وګړو ته زیان رسولی دی.

پر افغانستان د روسانو د يرغل پر مهال په پراخه کچه د پرسونل ضد ماينونه کارول شوي، چې له څو لسيزو وروسته لا هم د دغه هېواد خلک وژني.

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د پرسونل ضد ماینونو ضد کنوانسیون لاسلیک او تصویب کړ چې له مخې یې د ۲۰۲۳ کال تر مارچ میاشتې پورې په هېواد کې د ټولو ماینونو د پاکولو مسوولیت په غاړه لري.

XS
SM
MD
LG