د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې ته تللي ځینې افغانان رمې پیايي او غواړي وطن ته ستانه شي


shephard

د ترکیې د تونجلي سیمې د مرجان درې د غرونو څوکې لا په واورو پوښلي دي. پنځه کلن عبدالله عمري د افغانستان دی او په همدې دره کې رمه پیايي.

عبدالله او په سلګونو نور افغانان دلته د ځايي کروندګرو پسونه او بزې څروي. دوی وايي، دغه غرونه او شنې درې ورته خپل وطن ور په زړه کوي. د تونجلي په دره کې پخوا کردان میشت وو چې د ترکیې د عصري دولت په پیل کې یې د حکومت خلاف بغاوت وکړ او د حکومت له خوا سخت وځپل شول.

اوس په دغه دره کې د کردانو ځای افغانانو نیولی دی. دا هغه افغانان دي چې په افغانستان کې د جګړې او بې وزلۍ له آمله، له ډېرو سختو لارو ترکیې ته راغلي دي.

د عبدالله عمري یو زوړ بادي ټوپک په اوږه دی چې خپله رمه پرې له لېوانو او نور وحشي ځناورو وژغوري.

هغه وايي: "دا اووه کاله کیږي چې په ترکیه کې رمه پیایم. درې کاله مې کار وکړ. بیا افغانستان ته ولاړم. بېرته ترکیې ته راغلم. له هغه راهیسې څلور کاله کیږي چې دلته همدا کار کوم. که مې صحت ښه وو، ان شاالله، په اتمه میاشت کې به بیرته افغانستان ته لاړ شم".

شل کلن حفیظ هاشمي بل افغان شپونکی دی. هغه وايي: "په افغانستان کې زموږ ژوند ډیر سخت دی. بې وزلي ډیره ده. چې مجبوري نه وي، هیڅوک وطن نه پرېږدي. د همدې دپاره دلته راغلي یو. څاروي پیایو تر څو پیسې پیدا کړو او خپلو کورنیو ته یې ولیږو چې ژوند پرې وکړي."

حفیظ هاشمي هم وطن ته د ستنېدو په تکل کې دی. هغه زیاتوي: "بل کال بیرته ځم. جګړه ختمه شویده. اوس طالبانو واک اخیستی او جنګ نشته، نو موږ بېرته ځو. کله چې افغان دولت د طالبانو سره جګړه کوله، اقتصاد ته سخت زیان ورسېد. خو اوس موږ د بیرته تلو پلان لرو."

افغان شپنو دلته پلاستیکي خیمې درولي او په همدې خیمو کې اوسیږي. څو تنه یې د بزو او مېږو په لوشلو بوخت دي، نور بیا رمه را راګرځوي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان اټکل کوي چې اوسمهال په ترکیه کې ۳۰۰ زره افغانان ژوند کوي.

د تونجلي ځايي اوسیدونکی ۶۷ کلن مصطفی اجون د مېږو له شیدو مستې او پنېر جوړوي. هغه د افغان شپونکیو سره یو ځای کار کوي. اجون وايي چې د سیمې خلک د خپلو رمو د پالنې لپاره له افغانانو سره عادت شوي دي.

مصطفی اجون زیاتوي: "زموږ د سیمې خلک رمې پخپله نه شي ساتلی. ځکه موږ افغان شپنو ته کار ورکوو. حتی زموږ په کورنۍ کې، زموږ خپل هلکان دا کار نه کوي او نشي یې کولی."

نه وېشت کلن سلیمان عزام بل افغان دی چې له څلورو کلونو راهیسې یې خپله ښځه او دوو کوچني ماشومان نه دی لیدلی. دی وايي، د خپلو سپیو سره د ترکیې په غرونو کې د رمو څرول به یې تل په یاد وي.

سلیمان عزاموايي: "زما د پسونو پیول خوښیږي. د رمې پیول ښه کار دی. زموږ دپاره آسانه دی. کله چې زه په ایران کې وم، ما به د ساختماني کار کاوه. خو دلته د شپون په توګه کار کوم. دلته هم ساختماني کارونه شته خو معاش یې کم دی. زما غرونه خوښیږي. د ترکیې غرونه ډیر ښکلي دي".

XS
SM
MD
LG