د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په اندونیزیا کې له خپل چینایي سیال سره ګوري


امریکایي چارواکو د سه شنبې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) وویل ټاکل شوېده د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په اندونیزیا کې د جي شل یا شلو صنعتي هیوادونو د غونډې پرمهال د چین د بهرنیو چارو له وزیر ونګ یي سره وګوري.

ددغه کمساري ملاقات هدف د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالو کمیدل بیان شوی دی.

ټاکل شوېده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ جولای اومه اندونیزیا ته ورسیږي او د بالي په ټاپو کې د جي شل د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.

روسیه هم د جي شل غړې ده خو امریکایي چارواکو ویلي دي چې بلینکن به له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ونه ګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا به د تیر کال د اکتوبر میاشتې راهیسې لومړی ځل وي چې د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو جګپوړي چارواکي ملاقات سره کوي.

د بلینکن او ښاغلي یي ملاقات په داسې حال کې کیږي‌ چې د چین او امریکا ترمنځ تاوتریخوالي د مختلفو مسایلو په خاص ډول د تایوان پر سر زیات شوي دي.

یو جګپوړي امریکایي دیپلوماست دانیل کریتنبرینک وویل د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ملاقات کې به هڅه وشي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اوسني تاوتریخوالي او سیالۍ ، د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ د "محاسباتي تیروتنې یا تقابل" لامل نشي.

کرینتبرینک خبریالانو ته وویل چې امریکا ژمنه ده په هغو برخو کې چې د امریکا ګټې یې ایجابوي، له چین سره همکاري وکړي.

د دواړو هیوادونو د دیپلوماتانو ترمنځ ملاقات په داسې حال کې کیږي چې سپینه ماڼۍ تمه لري جمهور رئیس بایډن په راتلونکو اوونیو کې له خپل چینایي سیال شي جین پنګ سره وګوري.

له چین سره د روابطو د ښه والي لپاره د متحدو ایالتو د هڅې برخلاف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نډ پرایس وویل بلینکن به د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ونه ګوري.

بلینکن د وروستي ځل لپاره د روان میلاډي کال په جنوري میاشت کې له لاوروف سره لیدلي وو، په هغه ځای کې ښاغلي بلینکن نوموړي ته خبرداری ورکړی وو که روسیه پر اوکراین نظامي برید وکړي‌ له پراخو عواقبو سره به مخ شي.

پرایس وویل روسیه باید متحدو ایالتونو ته داسې دلیل وړاندې کړي چې امریکایي چارواکي ورسره دوه اړخیز ملاقات وکړي.

پرایس زیاته کړه:" اما یوازینۍ شی چې له مسکو څخه سرچینه اخلي، د اوکراین پر خلکو له تاوتریخوالي او تیري بل څه ندی."

له دې مخکې د اندونیزیا جمهور رئیس جوکو ویدودو د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې د روسیې او اوکراین له جمهورو رئیسانو غوښتي وو چې د جي شل هیوادونو په غونډه کې ګډون وکړي، هغه غونډه چې ټاکل شوېده په روانه میلادي میاشت کې د اندونیزیا په بالي ټاپو کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG