د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ډاکټر انوارالحق جبارخیل وژنه تائید کړه


په کابل کې طالب چارواکي وايي چې د ابن سینا خصوصي موسسې مشر ډاکتر انوارالحق جبارخېل د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د چهارشنې په ورځ جولای شپږمه (چنګاښ ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې ډاکتر جبارخېل دوه ورځې مخکې د بګرامیو ولسوالۍ اړوند سید جمال الدین افغان ښارګوټي کې په خپل موټر کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه چې د هغه جسد دوه ورځې مخکې په کابل کې د عدلي طب مسؤلینو ته سپارل شوی وو او تیره ورځ خپلې کورنۍ ته وسپارل شو. نوموړي زیاته کړه چې تر دا مهاله د ډاکتر جبارخېل د وژل کېدو انګیزه نه ده روښانه شوې، خو وايي چې هڅه کوي قاتلین معلوم او ونیسي.

ډاکتر انوارالحق جبارخېل چې ځان فیلسوف معرفي کاوه په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د جنجالي بحثونو له امله ډیر مشهور شوی و.

د افغانستان د پخواني حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکتر وحید مجروح پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې ښاغلی جبارخېل په دې وروستیو کې په رواني ناروغۍ اخته شوی و.

نوموړي زیاته کړې چې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو او یوتیبرانو د لیدونکو د زیاتولو په هدف له ډاکتر جبارخېل سره پارونکي مرکې کولې. وحید مجروح زیاته کړې چې همدې مرکو او بحثونو د هغه ژوند په خطر کې واچوه چې له امله یې ووژل شو.

بلخوا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر ګڼو کارونکو د ډاکتر انوارالحق جبارخېل پر وژل کېدو خواشیني ښودلې ده.

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل هم د ډاکتر جبارخېل د وژل کېدو په اړه د خواشینۍ په ښودلو سره ویلي چې هغه ته رواني ناروغي پیدا شوې وه.

نوموړي زیاته کړې: "ناروغان د ترحم او درملنې وړ دي،خو دلته متاسفانه وژل کیږي. د دې لپاره چې بیا دا وحشت تکرار نشي؛باید هیچاته اجازه ورنکړل شي چې خپل سر اجرات وکړي."

XS
SM
MD
LG