د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د کرکټ په ستیډیوم کې چاودنه په سختو ټکو وغندله 


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په کابل کې د کرکټ په نړیوال ستیډیوم کې چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.

د کابل د کرکټ په نړیوال ستیډیوم کې نن د جمعې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۷) پداسې حال کې وشوه چې د سیالو ټیمونو ترمنځ د کرکټ لوبه روانه وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال او د د افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږی کوونکي ډاکټر رامیز الاکبروف چې پخپله ددغې لوبې د لیدلو لپاره تللی و، د کرکټ په نړیوال ستدیوم کې دغه بیرحمانه چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل فیسبوک پاڼه د بورډ د رئیس نصیب خان له قوله لیکلي دي چې، «د ډېوه ګروپ پامیر زلمي او ساپي برادرز بند امیر ښاماران ترمنځ روانه لوبه د کوچنۍ پېښې له امله ځنډول شوې وه چې بیرته په عادي ډول پیل شوه.»

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې چادونه د لوبې د سیلانیانو په منځ کې شوې او ځاني تاوان یې اړولی دی.

محلي روغتونونو ویلي چې یو شمیر قربانیان دوی ته انتقال شوي دي.

ښاغلي رامیز په هغه پیغام کې چې د افغانستان کرکټ بورډ ته یې استولی په کې يې د قربانیانو له کورنیو او هغوی سره چې ورته زیلن رسیدلی خپله د زړه له کومې خواخوږي څرګنده کړې ده.

تر اوسه په رسمي توګه ددغې چاودنې د قربانیانو شمیر ندی څرګند شوی.

XS
SM
MD
LG