د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن په نیو مکسیکو کې د څلورو مسلمانانو وژل کیدل وغندل


د متحد ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه اګست ۷ (زمري۱۶) د نیو مکسیکو په ایالت کې د څلورو مسلمانانو وژل کیدل غندلي. پولیس وایي ښایي دا وژنې د یو بل سره تړلې وي.

ښاغلي بایډن په ټویټر کې لیکلي چې د "البکرکي په ښار کې د څلورو مسلمان سړیو په وژنو خفه او غصه یم".

جمهور رئیس همدرانګه لیکلي پداسې حال کې چې پلټنو ته انتظار کوي، "زما اداره د مسلمانانو د ټولنې سره ټینګه ولاړه ده".

د متحده ایالاتو جمهور رئیس د وژل شویو کسانو د کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو سر بیره ویلي چې "دا منفور بریدونه په امریکا کې هیڅ ځای نلري".

پولیس وایي د جمعې په شپه ناوخته یې د یو مسلمان ځوان مړی وموند چې عمر یې د شلو کالونو په شاوخوا کې دی. پولیسو دا ندي ویلي چې وژل شوی کس څوک او د کوم هیواد دی خو دومره یې ویلي چې د جنوبي آسیا اوسیدونکی و.

تحقیق کوونکي وایي ښایي دا تازه پېښه هم د هغو دریو کسانو د قتل د قضیې سره تړاو ولري چې تازه په همدې ایالت کې وژل شویدي او ټول یې د جنوبي آسیا د هیوادونو خلک وو.

پدې ایالت کې دوه پاکستاني اتباع د اګست او جولای په میاشتو کې وژل شوي وو. پولیس وایي د یو پاکستاني مړی چې عمر یې ۲۷ کاله و، د اګست په لومړۍ نیټې وموندل شو او یو بل بیا د جولای د میاشتې په ۲۶ مې وموندل شو.

پولیس وایي پدې هکله تحقیقات کوي چې معلومه کړي آیا د دریو کسانو قتل د هغه افغان د پیښې سره تړاو لري او که نه چې د ۲۰۲۱ کال د نومبر د میاشتې په اوومه نېټه د نیو مکسیکو د البوکورکي په ښار کې وژل شوی و.

پولیسو په سیمه کې د خلکو څخه غوښتي که پدې هکله معلومات لري، د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو د ادارې سره دې شریک کاندي.

په عین حال کې د امریکا-اسلامي اړیکو شورا چې په متحده ایالاتو کې د مسلمانانو د حقونو تر ټولو ستره اداره ده، په یوې اعلامیې کې ویلي هغه چا ته ۱۰ زره امریکایي ډالر انعام ورکوي چې د دې مسلمانانو د قاتل د نیول کیدو په خاطر معلومات ورکړي.

د نیو مکسیکو په ایالت کې دا مسلمانان پداسې حال کې وژل کیږي چې د متحده ایالاتو د استازو مجلس غړیو جولای ۲۹ (زمري۷) پدې هیواد کې په نیمه اتوماتیک ټوپک بندیز منظور کړ.

د کانګریس دا اقدام پدې تیرو څو کالونو کې ساری نلري او داسې ښکاري چې پدې هیواد کې د وسله وال تشدد تازه پیښو ته په غبرګون کې شوی ځکه په ډله ایز وسله وال تشدد کې ډیری وخت د همدې وسلو څخه کار اخیستل شوی.

پدې وسلو پخوا هم بندیز و خو دا قوي وسله چې ډیری وخت ځوانان ترې په ډله ایز وسله وال تشدد کې کار اخلي، یو ځل بیا یې د خلکو پام جلب کړی.

تر دې وړاندې کانګریس د وسلو د کنټرول لایحه هم منظوره کړې وه چې جمهور رئیس جو بایډن د روان میلادي کال د جون ۲۵ (چنګاښ۴) لاسلیک او په قانون بدله کړه.

دا په تیرو شاوخوا ۳۰ کالونو کې په متحده ایالاتو کې د وسلو د کنټرول یوه تر ټولو ستره لایحه ده چې منظوریږي

یوه غیر انتفاهي ټولنه چې په متحده ایالاتو کې د تشدد هغه پیښې څارې او په هکله یې معلومات راټولوي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي په ۲۰۲۱ کال
کې په ټولې امریکا کې ۲۱ زره کسان د تشدد په هغو پیښو کې وژل شوي چې وسله پکې کارل شوې.

همدې ټولنې ویلي چې د ډله ایزو ډزو ۶۹۳ پیښې یې ثبت کړي چې ۷۰۲ کسان پکې مړه شوي. ډله ایزې ډزې معمولاً هغو پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې لږ تر لږه ۴ یا تر دې ډیر کسان وي.

XS
SM
MD
LG