د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د پولیسو له بد چلند څخه شکایت کوي


په پاکستان کې يو شمېر افغان کډوال وايي چې د ژوند د نورو ستونزو ترڅنګ، د پاکستاني‌ پوليسو له خوا ځورول کېږي او پیسې هم ځنې اخیستل کېږي.

د پولیسو له لوري ناوړه چلند څخه زیاتره هغه افغان کډوال شکایت کوي چې په دغه هېواد کې راجستر شوي ندي. په پاکستان کې دا مهال نږدې درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

د کډوالۍ د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې درې ډوله افغان کډوال ژوند کوي: يو هغه چې د استوګنې کارت (POR) لري او شمېر يې ۱.۳ ميليونه دی، بل ډول يې د ځايي پېژندپاڼې (ACC) کارت لرونکي دي چې شمېر یې څه باندې ۸۰۰ زرو ته رسېږي، او درېيم ډول يې غير رسمي افغان کډوال دي چې شمېر یې له ۶۰۰ زرو تر يو مليون پورې اټکل کیږي. دوی پاسپورټ او یا کوم بل رسمي سند نلري.

په پاکستان کې د بشري حقونو او بندیانو د مرستې ټولنه (SHARP) په دغه هېواد کې له زیانمو خلکو سره په مختلفو برخو کې همکاري کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، دغه ټولنه له ناثبت شویو افغان کډوال سره هم مرسته کوي او کډوالو کولای شي له دغه ټولنې سره نومونه ثبت کړي او د ستونزو پر مهال ورته مراجعه وکړي.

په پېښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې وياند قيصر اپريدي وویل: "شارپ دفتر کې د دوی سکریننګ کیږي او دوی ته یو چیټ ورکول کیږي کوم سره چې دوی کولای شي چې که څه ستونزه وي نو زمونږ په ورکړل شوي شمیرو اړیکه ونیسي."

خو ۲۸ کلن سيد خپلواک چې د افغانستان د کونړ ولايت اوسېدونکی دی او نږدي يو کال کېږي چې پېښور ته کډه شوی، وايي د دغه دفتر لخوا ورته يو سند ورکړل شوی چې هيڅ ګټه نه لري او وايي، ورځ تر بلې زیات غير رسمي افغانان د پوليسو لخوا ځورول کيږي.

هغه وویل: "مونږ ته دا کارډ راکړل شوی خو دا په درد نه خوري. مونږ ازاد نشو ګرځېدلای، د پولیسو لخوا نیول کیږو. زما د ترور زامن وو د پولیسو لخوا نیول شوي وو. یوه میاشت بندیان وو بیا یې پلار یو لک روپۍ ورکړلې."

په پېښور کې د افغان کډوالو کمېشنر محمد عباس خان وايي چې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري او دوی ته د رسمي اسنادو برابرولو لپاره يې له نورو ادارو سره خبرې کړي چې ژر تر ژره ورته یوه لاره ومومي.

عباس خان وویل: "دا که پاکستاني وي که افغان، چې اسناد ورسره نه وي، دا ستونزه وي. موږ اوس بیلابیلو ادارو سره په اړیکه کې یو تر څو دوی رجسټر کړو".

په پاکستان کې د بهرنيو اتباعو د قانون له مخې، هيڅوک په دې هيواد کې له قانوني اسنادو پرته په ازاده توګه تګ راتګ نه شي کولای. خو يو شمېر افغانان وايي چې پوليس يې د اسنادو په پلمه ددې دپاره نیسي چې پيسې ورڅخه واخلي.

XS
SM
MD
LG