د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له ارمنستان او آذربایجانه غوښتي له زغم کار واخلي


د امریکا متحده ایالاتو له ارمنستان او آذربایجان څخه غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي. دا غوښتنه وروسته له هغه کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سرحد کې د نږدې دوو ورځو نښتو په نتیجه کې شاوخوا ۱۵۵ عسکر وژل شویدي.

یو جګپوړي ارمنستاني چارواکي د چهار شنبې ناوخته وویل له آذربایجان سره یې په اوربند هوکړه کړې ده.

د هغو ارمنیايي سرتېرو خپلوان چې له آذربایجاني ځواکونو سره په نښتو کې ټپیان شویدي، په پلازمینې ایروان کې د یوه پوځي روغتون بهر را غونډ شوي و. په جګړه کې ۱۰۵ ارمنيايي او ۴۹ آذربایجاني سرتیري وژل شویدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وايي، متحده ایالات په خاصه توګه د هغو رپوټونو په هکله اندېښنه لري چې ویل کیږي د ارمنستان په خاوره کې ولسي وګړو ته زیان رسیدلی دی. هغه زیاته کړه د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د آذربایجان له ولسمشر الهام علیوف سره په دې هکله خبرې کړیدي او غوښتنه یې کړې ده چې د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ موجودې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

ښاغلي بلینکن وویل د سې شبنې په ورځ یې د دواړو هیوادونو له مشرانو سره په خبرو کې غوښتي چې له ټولو موجودو امکاناتو ګټه پورته کړي او د خبرو له لارې د دواړو هیوادونو ترمنځ‌ تلپاتې سوله رامنځ ته کړي.

د آذربایجان پولې ته نږدې د ارمنستان د سوتکه د کلي اوسېدونکو خبریالانو ته وویل چې کورونه یې د آذربایجاني ځواکونو په توپونو لګیدلي او سوځېدلي دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ یوه ویډیو خپره کړه چې د دوی په خبره آذربایجاني ځواکونه د ارمنستان په قلمرو کې پرمختګ کوي. یوه شنونکي امریکاغږ ته وویل د هغو خبرو باوجود چې د دغې شخړې د حل لپاره دوام لري، دی د جنګ له زیاتېدو څخه حیران شوی دی.

په آذربایجان کې د امریکا پخواني سفیر ریچارډ کزولاریچ وویل: "اوس مونږ په ناڅاپي ډول د هغه څه په منځ کې یو چې ما په دغې پروسه کې یو مهم په شاتګ باله. زه داسې احساس کوم چې مونږ بیرته د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې یو چېرې چې د ۴۴ ورځو لپاره جنګ وشو".

د تیرې میاشتې په وروستیو کې د آذربایجان د دفاع وزارت د هغو پوځي قطعاتو عکسونه خپاره کړل چې د نیګورونو قره باغ د جنجالي سیمې د لخین په ستراتژیک ښارګوټي کې ځای پرځای شول.

د ۲۰۲۰ کال په جګړه کې آذربایجان د نیګورنو قره باغ ډیره برخه ونیوله.

روسیه په ارمنستان کې یوه پوځي‌ اډه لري او د ایروان پخوانی متحد او مهم نفوذ لرونکی هیواد پاتې شوی دی.

خو شنونکي وايي روسیه اوس د اوکراین په برید کې بوخته ده اوڅرګنده نده چې مسکو به په دې شخړه کې څه رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG