د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت د ټیک ټاک او پوبجي اپلیکېشنونه بندوي


په افغانستان کې د پوبجې ویډیويي لوبې او ټیک ټاک اپلیکېشن بندولو ضرب الاجل اعلان شو.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې مخابراتي شرکتونو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې په دې هیواد کې د ټیک ټاک (TikTok) اپلیکېشن بند کړي.

د طالبانو اړوند باختر خبري آژانس خبر ورکړ چې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسولینو د شنبې په ورځ ۱۷ سپتمبر (وږي ۲۶) په یوه غونډه کې له مخابراتي شرکتونو څخه دا غوښتنه کړې ده.

د باختر آژانس د خبر له مخې، دغو مسولینو همدارنګه له مخابراتي شرکتونو څخه غوښتنه وکړه چې د پوبجي (PUBG) په نامه د ماشومانو ویډیویي لوبې اپليکېشن هم تر راتلونکو درې میاشتو وتړي.

په افغانستان کې د پوبجي اپلېکېشن بندولو پرېکړه د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکومت پر مهال شوې وه.

د طالبانو حکومت د روان کال په اپرېل میاشت کې هم د دغه دوو اپلېکېشنونو د بندولو امر کړی و، خو وايي د مخابراتي شرکتونو د ځینو ستونزو له امله نه و عملی شوی.

XS
SM
MD
LG