د لاس رسي وړ اتصالات

کومې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي؟


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

امریکا له نن نه ۲۱ کاله وړاندې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه پر افغانستان برید وکړ. د طالبانو رژیم چې د لویدیځ په وینا، د القاعدې پخواني مشر، اسامه بن لادن او نورو ترهګرو ډلو ته یې پناه ورکړې وه، نسکور شو او نوی نظام رامنځته شو.

تېر کال په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې، په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د امریکا د کانګرس د څېړنیزو خدمتونو د ادارې په یو راپور کې راغلي چې د نورو ډلو سربېره اوس په افغانستان کې د القاعدې او داعش ترهګرې ډلې فعالې دي.

ددغو ډلو په اړه لاندې معلومات د امریکا د دفاع وزارت، ملګرو ملتونو او نور سرچینو د راپورونو پر اساس چمتو شوي دي.

القاعده

د طالبانو او القاعدې اړیکې له ۱۹۹۰ کال څخه پېل شوي دي. که څه هم چې طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې شلوې خو ویل کيږي چې د القاعدې او طالبانو ترمنځ اوس هم اړیکې شته.

د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، القاعده یوه «ستراتیژیکه چوپتیا» غوره کړې څو طالبان وکولی شي نړیوال مشروعیت وګټي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د طالبانو لخوا د ترهګرۍ ضد مبارزې په کار کې “پرمختګ” ویني. د امریکا د دفاع (پنڼګان) څېړنې ښيي چې القاعده پر امریکا د برید نیت لري خو له وسه یي څه پوره ندي.

چارواکي زیاتوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې د نه شتون په صورت کې القاعده کولی شي چې په یو یا دوو کالو کې بېرته منسجمه شي.

داعش خراسان څانګه

د داعش خراسان څانګه په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوه. د افغانستان ختیځې سیمې د خراسان څانګې اصلي مرکز ګڼل کېږي.

د تحریک طالبان پاکستان پخواني غړي د داعش خراسان هغه مشران دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د پوځ له عملیاتو وروسته افغانستان ته تښتېدلې دي.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش اصلي مرکزونه د افغان او امریکایي پوځیانو لخوا له منځه یوړل شول. طالبان داعش ته د دښمن په نظر ګوري او دا ډله خپلې واکمنۍ ته خطر بولي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو اداره وایي چې په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۴۰۰۰ ته رسېږي. د داعش خراسان، څانګه په کندز، کابل او کندهار کې پر جوماتونو بریدونه کړي.

د داعش اصلي هدف د شعیه مذهب پېروان ګڼل کېږي. د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي چې داعش خراسان له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې پر امریکا د برید قابلیت موندلی شي.

حقاني شبکه

د حقاني شبکه د طالبانو یوه نیمه خپلواکه ډله ده او د القاعدې نږدې متحد ګڼل کېږي. د حقاني شبکه له ۲۰۱۲ کال راپدې خوا د امریکا په تورلیست کې شامله ده.

د حقاني شبکې مشر د جلال الدین حقاني زوی، سراج الدین حقاني دی. د ملګرو ملتونو څېړونکي وایي چې د حقاني شبکې د طالبانو او القاعدې ترمنځ د اړیکو اصلي طرف ده.

د امریکا حکومت د حقاني شبکې د مشر پر سر د ۱۰ میلیون ډالرو جایزه ټاکلې ده.

تحریک طالبان پاکستان

د ملګرو ملتونو د څارونکو په وینا، تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت پر ضد د مخالفت دریځ لري. دغه تحریک په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان سره جګړه پېل کړه.

په ۲۰۱۳ کال کې د تحریک غړو د داعش خراسان ډلې سره بیعت وکړ او د افغانستان ختیځ زون ته لاړل.

د افغان طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاکستان د حکومت پر ضد د تحریک طالبان پاکستان بریدونه زیات شوي دي او د راپورونو له مخې، پاکستان د حقاني شبکې له مشر سراج الدین حقاني څخه غوښتي چې د جوړجاړي لپاره زمینه برابره کړي.

په کابل کې د څو پړاو خبرو وروسته ښکاري چې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ مذاکرات بریالي شوي ندي.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ

دغه ډله په ۲۰۰۰ کال کې د امریکا په تور لیست کې شامله شوه. د امریکا معلومات ښيي چې د ازبکستان اسلامي غورځنګ له طالبانو سره اړیکه لري او د مرکزي آسیا په ځېنو هېوادونو کې یې بریدونه هم کړي دي.

ملګري ملتونه وایي چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له برید وروسته ددې غورځنګ تمرکز پر افغانستان او پاکستان و.

راپور زیاتوي چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي د طالبانو په حاکمیت کې په افغانستان کې آزادانه ګرځي.

د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ

دغه ډله غواړي چې ایغور کې یوه خپلواکه اداره جوړه کړي. امریکا په ۲۰۰۲ کې له القاعدې سره د اړیکو له کبله د ختیځ ترکستان ډله په تور لیست کې شامله کړه.

په ۲۰۲۰ کال کې له یو بل جلا لیست نه د غورځنګ نوم حذف شو او وویل شول چې په تېرې یوې لسیزې کې داسې کره شواهد نشته چې ددغه غورځنګ شتون ثابت کړي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې خبر ورکړ چې د ختیځ ترکستان غورځنګ زرګونه غړي د افغانستان په شمال کې پراته دي او یو شمېر یې د سوریې په ادلېب ښار کې دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او نورو چارواکو ویلي چې واشنګټن به په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د خطر د مخنیوي په موخه هوایي څار او هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.

ددې راپور له مخې، د امریکا بې پیلوټه الوتکې د افغانستان پر فضا دوامداره ګزمه کوي.

XS
SM
MD
LG