د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کابل کې د نجونو ابتدایه ښوونځي تړلي او ښوونکي یې شړلي


د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته، د کابل ښار د نجونو د ښوونځیو ښوونکي وايي طالبانو د نجونو لومړني ښوونځي هم تړلي او هغوی ته يې امر کړی چې نور ښوونځيو ته رانشي.

په کابل کې د نجونو د یوه لومړني ښوونځې یوې ښوونکې چې د امنیتي دلایلو په وجه د نوم له ښودلو ډډه کوي، امریکا غږ ته وویل، ۳۰ کاله یې زده کوونکي روزلي خو طالبانو هغه او د هغې نورې همکارانې له ښوونځې څخه وشړل.

هغې زیاته کړه: "نن سهار طالبان راغلل او موږ یې له ښوونځي وایستلو. موږ یې وګواښلو چې لاړې شئ په کور کښېنئ. د ښځو یې په کار څه. موږ څه ګناه کړې. اسلام خو نه دي ویلي چې ښځې دې کار ونکړي. دوی د اسلام له تاریخ څخه ندي خبر او زموږ سره یې وحشیانه سلوک وکړ."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو یوه ورځ وړاندې په رسمي ډول د نجونو لوړې زدکړې وځنډولې. د طالبانو دې ګام د هېواد په کچه او نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

د کابل ښار د یوه بل ښوونځي سرمعلمې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو له خوا ورته ویل شوي چې نور یې ښوونځي ته د ورتګ اړتیا نشته.

هغې وویل: "په کار کې بوخت وو چې طالبان ښوونځي ته راننوتل. موږ یې په بده رویه له ښوونځي وایستلو او راته یې وویل چې نور مه راځئ، ښوونځي نور نه پرانیستل کیږي. راته یې وویل چې لاړې شئ نور په کور کښینئ."

هغوی همدارنګه وویل چې تېره اونۍ طالبانو ورڅخه د دیني زده کړې آزموینه واخیسته او داسې پوښتنې یې وکړې چې شاید لږ مسلمانان او یوازې دیني عالمان یې ځواب کړای شي.

یوې بلې ښوونکې وویل: "د ازموینې پر وخت یې له موږ سره خورا بده رویه وکړه. پوښتنې یې کولې چې د هغو ملایکو نومونه ووایاست کې ستاسو پر ښۍ او چپې اوږې ناستې دي. همدارنګه پوښتنه یې کوله چې د ښځو او نارینه د کفن اندازه ووایاست. لکه موږ چې ملایان اوسو. د دین په اړه کافي معلومات لرو خو که پدې ټولو جزیاتو پوه شو نو ملایان او علما د څه دپاره دي."

یو شمېر ښوونکو وویل، په داسې حال کې له ښوونځیو ایستل شوي چې تر اوسه یې معاشونه ندي ترلاسه کړي.

یوې ښوونکې وویل: "اوس که په کور کښېنم اولادونو ته مې ډوډۍ له کومه کړم. د خپلې کورنۍ د روزۍ مسوله یم. اوس څه خاورې په سر کړم. موږ ته وايي چې خدای روزي ورکوونکی دی لاړې شئ له خدای څخه یې وغواړئ. زه کونډه یم د معلمۍ په همدې ناڅيز معاش مې د کور خرڅ پوره کاوه."

د طالبانو ویاندویانو تراوسه پدې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

د کابل د یوه ښوونځې پخوانۍ ښوونکې راحلې انتظار امریکا غږ ته وویل چې طالبان باید د هغو ښوونکو د ژوند په اړه فکر وکړي چې د خپلو کورنیو د نفقې مسؤلې دي او "که په هغوی او یا د هغوی په اولادونو څه وشي، طالبان یې مسول دي او باید پوښتنه ورڅخه وشي."

له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو په لومړنۍ واکمنۍ کې هم په افغانستان کې ښځې تر ډېره د زده کړې او کار له حقونو څخه بې برخې وې.

XS
SM
MD
LG