طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نیټه په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته ورو ورو د ښځو د تعلیم او د هغوی د آزادۍ په وړاندې خپل مخکني سخت دریځ ته ستانه شول. طالبان استدلال کوي چې قوانین یې د اسلام څخه د دوی د تفسیر سره سم دي
د نجونو په زده کړو د طالبانو بندیز

۵
نړیوالې ټولنې په پراخه کچه د طالبانو لخوا د افغان نجونو د تعلیم پر حق لګول شوي محدودیتونه غندلي دي

۶
تېر کال د سپټمبر په میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو درسي ټولګي د طالبانو په امر یا په بشپړه توګه جلا شول او یا هم په ټولګیو کې د نارینه او ښځینه محصلینو تر منځ پرده ولګول شوه.

۷
نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی چې له زده کړو د افغان ښځو او نجونو بې برخې کېدل به د هېواد اقتصادي ستونزې لا پسې زیاتې کړي.

۸
طالبانو د ډسمبر په ۲۱ مه په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو د ورتګ مخه ونیوله او ویې ویل چې تر بلې خبرتیا پورې د ښځو تحصیل وځنډول شو.