د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د جاپان او جنوبي کوریا ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو د اعلان هرکلی وکړ


متحده ایالاتو د جنوبي کوریا لخوا د هغو اعلان شويو پلانونو ستاینه وکړه چې د جاپان د جګړې د وخت د جبري کار قربانيانو ته تاوان ورکوي.

ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ مارچ شپږمه (کب ۱۵) ددغو دوه امریکایي متحدینو ترمنځ په اړیکو کې دا نوی بدلون د "تاریخي بریا" په توګه وستایه.

سیول د اټومي وسلو لرونکي شمالي کوریا سره د مقابلې لپاره د یوې لارې په توګه د توکیو سره د نږدې اړیکو د ایجادولو هڅه کوي او متحده ایالاتو د جنوبي کوریا او جاپان سره خپلې درې اړخیزې اړیکې د هند - آرام سمندر د سیمه ایز ثبات لپاره مرکزي عنصر ګڼي.

بایډن په ټویټر کې لیکلي: "زموږ دوه نږدې متحدین، جاپان او د کوریا جمهوریت، تاریخي بریا ته رسېدلي دي...متحده ایالات د دواړو هیوادونو د خلکو سره ولاړ دي، ځکه چې موږ ټول د یو خوندي، ډیر خوندي او ډیر سوکاله راتلونکي په لور حرکت کوو."

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي وو چې واشنګټن د سیول او توکیو "د زړورتیا او لید ستاینه کوي او پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د دې مهمې لاسته راوړنې په ستاینه کې زموږ سره یوځای شي."

د جنوبي کوریا او جاپان اړیکې له اوږدې مودې راهیسې د ۱۹۱۰ څخه تر ۱۹۴۵ پورې د کوریا په ټاپو وزمې کې د توکیو د استعماري واکمنۍ له امله خړې پړې شوې دي.

د سیول د معلوماتو له مخې د جاپان لخوا د ۳۵ کلن اشغال په جریان کې شاوخوا ۷۸۰ زره کوریایان اجباري کار ته اړ کړل شوي وو، په دې شمیرې کې د جاپاني سرتیرو لخوا د کوریا ښځې مریتوب ته هم اړې کړل شوې وې.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر پارک جین وویل، ددې هیواد پلان دا دی چې د جنوبي کوریا له هغو لویو شرکتونو څخه پیسې واخلي چې د توکیو سره د ۱۹۶۵ کال د تاوان د معاملې څخه یې ګټه پورته کړي او دا پیسې به د قربانیانو د جبران لپاره وکاروي.

قربانیانو په دې وړاندیز نیوکه کړې، ځکه چې دا د توکیو له لورې د بشپړه بخښنې غوښتنې او په مستقیمه توګه د جاپاني شرکتونو څخه د تاوان ورکولو لپاره د دوی غوښتنې نه پوره کوي.

XS
SM
MD
LG