د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د عباس سره په کتنه کې: د غزې اوسیدونکي باید 'په زور بیځایه' نشي


بلینکن او عباس د فلسطیني ادارې مرکز رام الله کې د کتنې پر وخت
بلینکن او عباس د فلسطیني ادارې مرکز رام الله کې د کتنې پر وخت

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) د اسرائیل له خوا اشغال شوې لویدیځې غاړې ته د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په کتنه کې وویل چې د غزې خلک باید په زوره بې ځایه نه شي.

دا پر اسرائیل د حماس د اکتوبر د اوومې نیټې له برید چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا، ۱۴۰۰ کسان چې اکثره یې ملکي وګړي وو په کې ووژل شول او د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې وروسته فلسطیني خاورې ته د امریکا د جګپوړي ډپلومات لومړی سفر دی.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې نږدې ۹۸۰۰ کسان چې اکثر یې ملکي وګړي دي، د اسرائیل په ځمکنیو، هوايي او سمندري بریدونو کې وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د بلینکن او عباس د کتنې په خپور شوي لنډیر کې ویل شوي: "د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو رسولو او د اړینو خدماتو بیا پیلولو لپاره د متحده ایالاتو ژمنې بیا تکرار کړې او روښانه یې کړه چې فلسطینیان باید په زوره بې ځایه نه شي."

د فلسطین د رسمي خبري اژانس وفا په وینا، عباس هغه څه چې بلینکن ته یې په تبصرو کې "نسل وژنه" وبلله وغندل.

عباس وویل: "زه په غزه کې زموږ د فلسطینیانو د نسل وژنې او ویجاړۍ د بیانولو لپاره چې د اسرائیل د جنګي ماشین په واسطه د نړیوالو قوانینو د اصولو په پام کې نیولو پرته، شوي هیڅ الفاظ نه لرم."

بلینکن د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د فلسطیني ادارې مرکز رام الله ته سفر وکړ - هغه ارګان چې هغه په دې وروستیو کې ویلي وو چې باید په غزه کې د حماس د حکومت ځای ونیسي. هغه د یکشنبې په سهار تل ابیب ته پرواز وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په تعقیب د جګړې له پیل راهیسې دوهم لوړ پوړی غربي مشر دی چې لویدیځې غاړې ته سفر کوي.

د بلینکن دا نا اعلان شوی سفر داسې حال کې کیږي چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی په خورا چټکۍ سره زیات شوی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې، بلینکن او عباس "د فلسطینیانو په وړاندې د افراطي تاوتریخوالی د بندولو او د هغو مسؤلینو د حساب ورکولو د اړتیا په شمول په لویدیځه غاړه کې د آرامۍ او ثبات د راوستلو په هڅو خبرې وکړې".

په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د بهرنیو چارو وزیر بلینکن یو ځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات د فلسطینیانو او اسرائیل لپاره د وقار او امنیت د مساوي اقداماتو پرمخ وړلو ته ژمن دي."

د فلسطیني ادارې په وینا، د جګړې له پیل راهیسې له اسرائیلي پوځیانو او د اسرائیلي میشت شویو خلکو سره په نښتو کې تر ۱۵۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

بلینکن منځني ختیځ ته په خپل وروستي سفر کې په غزه کې د "بشري وقفې" غوښتنه کړې، ترڅو د ملکي وګړو ساتنه وشي او په ګڼ مېشته سیمه کې د مرستو رسولو اسانتیاوې برابرې شي.

متحده ایالاتو د اسرائیل او فلسطین د شخړې د یوازینۍ حل لار په توګه د دوه دولتونو د جوړیدو غوښتنه کړې.

ټاکل شوې چې ښاغلی بلینکن نن یکشنبه ترکیې ته سفر وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG