د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال، جې دي وینس، د ولسمشر دونالډ ټرمپ له خوا امریکا ته د ورتګ یو بلنلیک د کاتولیکو مسیحیانو نوي مذهبي مشر پاپ لیو-۱۴ ته ورسپاره.
ونس د پاپ سره په واتیکان کې نن د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۹ (ثور۲۹) وکتل. د لیدنې کتنې ویدیو کې ښودل کیږي چې ښاغلی وینس دا لیک لیو ته ور وسپاري.
وینس په ۲۰۱۹ کې په مسیحیت کې د کاتولیک مذهب ته ور واوښت.
نهه شپیته کلن رابرت پریوست د مې په اتمه نېټه په نړۍ کې ۱.۴ ملیارد کاتولیکو مسیحیانو د لوي مذهبي مشر په توګه وټاکل شو.
وینس تر دې مخکې هم واتیکان ته سفر کړی و. هغه د اپریل په ۲۰ د پاپ فرانسس سره، چې یوه ورځ وروسته د اپریل په ۲۱، د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو، هم کتلي و.
فورم \ دبحث خونه