د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا د آزادۍ د ۲۵۰ مې کلیزې د لمانځلو دپاره آماده ګیانې نیسي او سږکال به دا ورځ په ملي جشونو او مناسباتو ولمانځل شي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر ټرمپ به نن د پنجشنبې په ورځ د امریکا د آیوا په ایالت کې د لمناځنې په یو لړ مراسمو کې وینا وکړي.
ښاغلي ټرمپ د ټروډ سوشل په ټولنیزې شبکې کې د سې شنبې په ورځ په یوه پوسټ کې وویل چې د پنجشنبې د ورځې د آیوا ایالت مراسم به "ډیر ځانګړي" وي چې د هغه په وینا په یوه داسې ایالت کې ترسره کېږي چې "په نړۍ کې زما یو له په زړه پورو سیمو نه دي."
ښاغلي ټرمپ وویل چې "دا مراسم به زمونږ د ستر هیواد او هغو زړورو قهرمانانو درناوی وکړي چې زمونږ د آزادۍ دپاره یې جګړه کړې ده."
ښاغلي ټرمپ وویل چې هغه به د نن ورځې پرځینو هغو عالي کارونو خبرې وکړي د جنوري د میاشتې راهیسې، کله چې هغه ددوهم ځل دپاره د امریکا د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه، نوموړي تر سره کړي دي، په ځانګړي ډول د بزګرانو سره د مرستې په برخه کې چې کوم کارونه شوي دي.
د آیواه ایالت اساسي صنعت زراعت تشکیلوي. ښاغلي ټرمپ د تیرکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ددغه ایالت انتخابات وګټل.
د پنجشنبې د ورځې د مراسمو تنظیم کونکي وايي چې دا مراسم به د آیوا ایالت په مرکز "ډي موین" کې د "سټیټ فیرګروند" په سیمه کې ترسره شي. لومړۍ به مراسم د مخکي تنظیم شوې برنامې پر اساس پیل شي او وروسته به ولسمشر ټړمپ خپله وینا وکړي.
فورم \ دبحث خونه