د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: هرڅوک چې په امریکا د برید نیت ولري، له منځه یې وړو


د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ د امریکا د جنګ وزارت کې د وینا پر مهال
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ د امریکا د جنګ وزارت کې د وینا پر مهال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د یاد په مراسمو کې هغو کسانو ته خبرداری ورکړی چې غواړي متحد ایالتونه په نښه کړي.

ټرمپ چې د دې هېواد د جنګ په وزارت کې خبرې کولې، وویل: "که تاسو د امریکا پر متحدو ایالتونو برید وکړئ، موږ به تاسو له منځه یوسو، او موږ به تاسو په ټوله دې ښکلې ځمکه کې ومومو. موږ به تاسو بې رحمه وځپو، او موږ به بې له شکه بریالي شو. له همدې امله موږ د دفاع پخوانۍ وزارت د جنګ وزارت ونومولو. "

ولسمشر ټرمپ، د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو د درناوي او د مرستندویه کارکوونکو د ستاینې په ترڅ کې وویل چې متحد ایالتونه تر بل هر وخت قوي دي.

ټرمپ وویل: "موږ به لوړ او اوچت شو، موږ به پیاوړي شو، موږ به سخته مبارزه وکړو، موږ به لوړ پورته شو، او په ګډه، د یو د ملت په توګه، د یو زړه، یو ې عقیدې، یو بیرغ او یو شاندار برخلیک سره، د لوی خدای د امر لاندې، مخ په وړاندې لاړ شو. خدای دې د هغو کسانو یاد ژوندې وساتي چې مړه شوي، اتلان چې جګړه یې کړې، او هغه سرتیري چې لاهم ساتنه کوي"

په دې مراسمو کې د امریکا د جنګ وزیر، پیټ هیګسیټ هم د دې هېواد د پوځ ستاینه وکړه.

هېګسټ وویل: "د جنګیالیو یو بشپړ نسل میدان ته ننوځي، د غچ اخیستلو او د خپل هیواد د خوندي کولو لپاره د وروستۍ بیې ورکولو ته چمتو دي. موږ چې د افغانستان او عراق په خاوره کې خدمت وکړ، په لرو پرتو سیمو کې مو خطرناک ماموریتونو ترسره کړل ... ټولو دا کار وکړ ترڅو خپل خلک خوندي وساتو ترڅو موږ په سوله کې ژوند وکړو. د سپتمبر یوولسمه زما او ستاسو ټولو لپاره ژوندۍ دی، مګر ډیر ژر به دا یوازې زموږ د کوچنیو ماشومانو د تاریخ په کتابونو کې ژوندۍ پاتې شي. موږ باید خپلو ماشومانو ته درس ورکړو چې د آزادۍ قیمت چې زموږ خوښیږي، تلپاتې هوښیاري ده".

د سپتمبر د یوولسمې په ترهګریزو بریدونو کې، القاعدې څو الوتکې وتښتولې او په نیویارک کې یې د نړیوال سوداګرۍ مرکز او د واشنګټن ډي سي په څنډو کې د متحدو ایالتونو د جنګ وزارت مرکزي دفترونه په نښه کړل. په دې بریدونو کې نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG