د لاس رسي وړ اتصالات

ارتمیس ۲ ځمکې ته راستون شو؛ ولسمشر ټرمپ وایي: راتلونکی هدف مریخ دی

د اورین بیړۍ د کالیفورنیا ساحل ته نږدې په ارام سمندر کې د ښکته کېدو په حال کې لیدل کېږي
د اورین بیړۍ د کالیفورنیا ساحل ته نږدې په ارام سمندر کې د ښکته کېدو په حال کې لیدل کېږي

Summary

  • ​د اورین فضايي بېړۍ د اپریل په لومړۍ نېټه د فلوریډا له کینیډي فضايي مرکز څخه توغول شوې وه، چې د سپوږمۍ شاوخوا تر الوتنې وروسته بېرته ځمکې ته راستنه شوه.

​د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) د سپوږمۍ په لور استول شوی ماموریت "ارتمیس ۲" نن د امریکا په وخت د جمعې په شپه (د اپریل ۱۰مه) د کلیفورنیا ایالت د سان ډیاګو سیمې ته نږدې په آرام سمندر کې په بریالیتوب سره راښکته شو او خپل لس ورځنی سفر یې پای ته ورساوه.

​د اورین فضايي بېړۍ د اپریل په لومړۍ نېټه د فلوریډا له کینیډي فضايي مرکز څخه توغول شوې وه، چې د سپوږمۍ شاوخوا تر الوتنې وروسته بېرته ځمکې ته راستنه شوه. دا د ۱۹۷۲ کال د اپولو ۱۷ ماموریت راهیسې لومړی ځل دی چې انسانان بېرته د سپوږمۍ تر حریم پورې سفر کوي.

​په دې ماموریت کې درې امریکايي او یو کاناډایي ستورمزلي شامل وو، چې د بشري تاریخ په اوږدو کې یې په فضا کې د تر ټولو لیرې واټن وهلو ریکارډ هم په خپل نوم کړ. ناسا ویلي چې د دې ماموریت اصلي موخه په ژوره فضا کې د اورین بېړۍ او د هغې د سیسټمونو د وړتیاوو ازمویل وو.

له سپوږمۍ تر راښکته کېدو وروسته، د امریکا د سمندري ځواکونو یوې ډلې ستورمزلي له کپسول څخه وژغورل او هغوی به د لومړنیو روغتیايي معایناتو وروسته د هیوسټن ایالت جانسن فضايي مرکز ته ولېږدول شي.

​ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه "ټروت سوشل" باندې د ارتمیس ۲ ډلې ته مبارکي ویلې او لیکلي یې دي: "د ارتمیس ۲ سترو ستورمزلو ته مبارکي وایم؛ دا ټول سفر په زړه پورې و او بېرته راښکته کېدل یې خورا دقیق او بشپړ وو." هغه زیاته کړه: "زه په سپینه ماڼۍ کې ستاسو لیدو ته سترګې په لار یم. موږ به دا کار بیا تکرار کړو او راتلونکی ګام به مریخ (Mars) وي."

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG