د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت د نړۍ د مشرانو د مبارکۍ پیغامونه

د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت، د نړۍ ګڼ شمیر مشرانو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکا خلکو ته د مبارکۍ پیغامونه استولي او د دواړو اړخونو پر اړیکو، ډیموکراتیکو ارزښتونو، نړیوال امنیت او ګډو ګټو یې ټینګار کړی دی.

بریتانیا

د بریتانیا پاچا، درېیم چارلس، د واشنګټن او لندن اړیکې د "یو بې‌ساري تاریخي بدلون" بېلګه وبللې او ویې ویل چې دا اړیکې د امریکا د خپلواکۍ له جګړې وروسته له سیالۍ څخه په نړۍ کې تر ټولو نږدې او اغېزمنو متحدینو بدلې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه د دفاع، امنیت، سوداګرۍ، پانګونې، ساینس، زده‌کړو او کلتور په برخو کې پراخې اړیکې لري او د ازادۍ، د قانون د واکمنۍ او انساني کرامت پر ګډو ارزښتونو ولاړ دي. درېیم چارلس د چاپېریال ساتنه هم د دواړو هېوادونو ګډ مسؤلیت وباله.

هند

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي، د هند د ۱.۴ میلیارد وګړو په استازیتوب د امریکا خلکو ته مبارکي وویله او د واشنګټن او نوي ډیلي اړیکې یې د ستراتیژیک مشارکت څخه هم لوړې وبللې.

مودي وویل، د ډیموکراسۍ، د قانون د واکمنۍ او د بشري وړتیاوو په اړه ګډ باور د دواړو هېوادونو دوستي د نړۍ د ګډو ګټو لپاره په یو مهم ځواک بدله کړې ده. هغه هیله څرګنده کړه چې راتلونکې ۲۵۰ کاله به امریکا ته لا ډېره سوله، پرمختګ او هوساینه راوړي.

پاکستان

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، هم ولسمشر ټرمپ او د امریکا خلکو ته د خپلواکۍ د کلیزې مبارکي ورکړه. هغه د پاکستان او امریکا ترمنځ له اوو لسیزو زیاتو اړیکو ته په اشارې وویل چې د امریکامېشتو پاکستاني وګړو ونډه د دواړو هېوادونو همکاري لا پیاوړې کړې ده.

شهباز شریف زیاته کړه چې پاکستان او امریکا په هغو مهمو پړاوونو کې چې نړیواله سوله او امنیت له ګواښ سره مخ شوي، د یو بل ترڅنګ ولاړ پاتې شوي دي. هغه د جنوبي اسیا د سولې لپاره د ولسمشر ټرمپ د رول ستاینه هم وکړه.

اوکراین

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي، په خپل پیغام کې له اوکراین سره د امریکا د دوامدار ملاتړ مننه وکړه او "امریکايي خوب" یې د بشریت له تر ټولو اغېزمنو او الهام‌بښونکو ارزښتونو څخه وباله. هغه وویل، امریکا په شلمه پېړۍ کې نړۍ د استبدادي رژیمونو له واکمنۍ څخه د ژغورلو او د نړیوالو ائتلافونو په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

روسیه

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، امریکا او روسیه دوه ستر اټومي ځواکونه وبلل او ویې ویل چې دواړه هېوادونه د نړیوال امنیت او ثبات په برخه کې ځانګړی مسؤلیت لري. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ د رغنده او متوازنو اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.

اسراییل

د اسراییل ولسمشر، اسحاق هرزوګ، هم د امریکا سفارت ته په ورتګ سره خپل د مبارکۍ لیک د امریکا سفیر مایک هکبي ته وسپاره. د اسراییل ولسمشر، اسحاق هرزوګ، امریکا د ازادۍ څراغ او د ازادې نړۍ مشر وباله. هغه وویل چې اسراییل او امریکا د ازادۍ، ډیموکراسۍ او انساني کرامت په څېر ګډ ارزښتونه لري. هرزوګ د اسراییل د امنیت په برخه کې د ټرمپ د ادارې له ملاتړ څخه هم مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې امریکا به په منځني ختیځ کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره خپل رول ته دوام ورکړي.

د دغو هېوادونو ترڅنګ، د ویتنام، متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین، کویټ او عمان مشرانو او لوړپوړو چارواکو هم په جلا پیغامونو کې ولسمشر ټرمپ او د امریکا خلکو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وویله.

د یادونې وړ ده چې د ۱۷۷۶ کال د جولای په څلورمه، د امریکا ۱۳ مستعمرو په فلاډلفیا ښار کې د خپلواکۍ اعلامیه لاسلیک کړه او له بریتانیا څخه یې خپله خپلواکي اعلان کړه. دغه تاریخي اقدام د متحده ایالاتو د بنسټ اېښودو پیل او د نړۍ په سیاسي تاریخ کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG