د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د خوړو بحران مخ په خرابېدو دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) نن جمعه د جولاې( ٣١) پخپل ایکس پاڼې په ٢٠٢٦ کال کې په افغانستان کې د تغذيي د بحران خبر ورکړی.

اوچا لیکلي د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۶ ولایتونو کې د ماشومانو د وزن کمیدو کچه لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د بحران لاملونه د بودیجې کمښت، د تغذیې د مرکزونو تړل کېدل او د توکو د رسولو په بهیر کې خنډونه بللي.

د بشري مرستو دغې ادارې لیکلي د خوړو د کمښت بحران ډېرې ښځې او ماشومان له ګواښ سره مخ کړي دي.

اوچا وايي د بحران د مخیوي لپاره بېړني اقدام ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې په تیر راپور کې هم خبردارې ورکړو چې سږکال به په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه میندې او ماشومان د تغذیې له پلوه بیړنیو مرستیو ته اړتیا ولري.

او چا ویلي و، په افغانستان کې د میلیونونو میندو لپاره، د خوارځواکۍ له ګواښ سره سره د هیلو ساتل د دې مانا لري چې

پر وخت بشري اقدام لا هم کولی شي د خلکو ژوند وژغوري او د هغه نسل لپاره د اوږدمهاله زیان مخه ونیسي چې لا د مخه د کلونو بحران له امله ځپل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ورته اندیښنې څرګندې کړې وې او ویلي یې وو چې د ۵ کلونو څخه کم عمره ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له لوړ خطر سره مخ دي.

افغانستان لاهم د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه لاس او ګریوان دی؛ هغه بحران چې لامل یې اقتصادي سقوط، اقلیمي ناورینونه او اړینو خدماتو ته محدود لاسرسی دی

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG