د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بسینټ د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۱۳مه) وویل چې متحده ایالات به پر ایران داسې فشارونه ولګوي چې د ده په وینا «تر دې مخکې یې ساری نه دی لیدل شوی.»
بسینت په دې اړه د نورو جزییاتو له ورکولو پرته وویل، ښایي دغه اقدامات راتلونکې اوونۍ اعلان شي.
هغه د نیوزمکس شبکې له «راب شمېټ ټونایټ» پروګرام سره په مرکه کې وویل: «راتلونکې اوونۍ د نورو اعلانونو په تمه اوسئ، ځکه موږ داسې اقدامات ترسره کوو چې د یوه هېواد د اقتصادي منزوي کولو په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.»
هغه زیاته کړه: «دغه اقدامات به د اقتصادي انزوا او د هرمز تنګي د محاصرې ترکیب وي؛ اقتصادي انزوا به په داسې کچه وي چې نړۍ تر اوسه نه ده لیدلې، او محاصره به داسې دوام وکړي چې هېڅ شی د ایران بندرونو ته داخل یا ترې بهر نه شي.»
د امریکا د مالیې وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسعارو د نرخونو ویبپاڼه وایي، په ایران کې د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې یو ډالر په شاوخوا ۱۸۷ زره تومانو بدلېږي.
په همدې حال کې، د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسیټ ویلي چې متحده ایالات کولای شي د ایران پر وړاندې سمندري محاصره «د نامعلومې مودې لپاره» روانه وساتي.
د هغه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې متحده ایالات لا هم په سیمه کې د پام وړ پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي، څو سمندر ته د ایران لاسرسی محدود کړي او په فارس خلیج کې د ایران د رژیم له ګواښونو سره مقابله وکړي.
فورم \ دبحث خونه