د لاس رسي وړ اتصالات

د مصنوعي ځېرکتیا کنترول او مقررات؛  ولسمشر ټرمپ د ټکنالوژۍ شرکتونو له ځينو مشرانو سره ګوري

ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا د سختو مقرراتو ملاتړ نه کوي او وايي، امریکا باید د چین پر وړاندې په دې ټکنالوژۍ کې خپل رقابتي موقف وساتي.
ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا د سختو مقرراتو ملاتړ نه کوي او وايي، امریکا باید د چین پر وړاندې په دې ټکنالوژۍ کې خپل رقابتي موقف وساتي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سه‌شنبه په سپینه ماڼۍ کې د استازو جرګې له مشر مایک جانسن او د ټکنالوژۍ د سترو شرکتونو له اجرائیوي مشرانو سره د مصنوعي ځیرکتیا یا AI په اړه غونډه کوي.

تمه ده د مېټا اجرائیوي مشر مارک زکربرګ، د انتروپیک مشر داریو امودي، د انوېډیا اجرائیوي مشر جنسن هوانګ او د اوپن اې آی رئیس ګرېګ بروکمن په دې غونډه کې ګډون وکړي.

مایک جانسن ویلي، د غونډې تمرکز به د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نوښت د دوام او د دې ټکنالوژۍ د څار او تنظیم ترمنځ د توازن پر موندلو وي.

دا غونډه په داسې وخت کې کېږي چې په امریکا کې د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ او احتمالي خطرونو په اړه د لا زیاتو مقرراتو غوښتنې زیاتې شوې دي.

ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا د سختو مقرراتو ملاتړ نه کوي او وايي، امریکا باید د چین پر وړاندې په دې ټکنالوژۍ کې خپل رقابتي موقف وساتي.

د رویترز د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، ۷۳ سلنه ګډونوال اندېښنه لري چې د مصنوعي ځیرکتیا شرکتونو د احتمالي جدي زیانونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.

د سه‌شنبې غونډه د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ له وروستي واشنګټن سفر څو ورځې وروسته ترسره کېږي. د هغه سفر پر مهال ټرمپ او شي د مصنوعي ځیرکتیا په اړه هم خبرې وکړې. شي ویلي وو چې هېوادونه د AI د پرمختګ او مدیریت مسوولیت لري او دا ټکنالوژي باید د انسان تر کنټرول لاندې پاتې شي او د خلکو د هوساینې لپاره وکارول شي.

سپینې ماڼۍ تر اوسه د سه‌شنبې د غونډې د مشخصو اهدافو او اجنډا په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG