ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روان کال د اکتوبر په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه، د امریکا د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې د ۲۰ سترو اقتصاد لرونکوهیوادونو د جي ٢٠ د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې کوربه وي.
په دې غونډه کې به پر مهمو موضوعاتو لکه جیوپولیټیکي کړکېچونو، د انرژۍ او خوړو خوندیتوب، د سمندري تګ راتګ ازادۍ او پر اکمالاتي ځنځیرونو بحث وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۶مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې متحده ایالات، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ، هڅه کوي چې د "جي-۲۰" ډله خپل اصلي اقتصادي ماموریت ته راوګرځوي، چې په کې د اقتصادي ودې پرمختگ او د اقتصادي امنیت داسې پیاوړي کول چې د امریکا خلکو ته يې پایلې د لمس وړ وي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د نړۍ د سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران په غونډه کې د ګډو اقتصادي او امنیتي ننګونو د حل په برخه کې عملي همکاري پراخیدو په موخه راټولیږي .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اتلانتا ښار د ډیپلوماسۍ، اړیکو او سوداګرۍ لپاره د یو مهم نړیوال مرکز په توګه یاد کړی او دا یې د دغو خبرو اترو د ترسره کولو لپاره یو مناسب ځای بللی دی.
د جي شل ډله له ۱۹ هېوادونو، اروپايي ټولنې او افریقايي ټولنې څخه جوړه شوې ده، چې د نړۍ د ناخالص کورني تولید (GDP) او سوداګرۍ لویه برخه جوړوي. په ۲۰۲۳ کال کې هند د دې ډلې دوره یي مشري پر غاړه درلوده.
د جي شل ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د دغې ډلې د مشرانو د سرمشریزې په درشل کې کیږي؛ هغه سرمشریزه چې ټاکل شوې د روان کال د ډسمبر په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کوربه توب، د فلوریډا په میامي کې د "ټرمپ نیشنل ډورال" په کمپلیکس کې جوړه شي.
فورم \ دبحث خونه