د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او ونس د ایران جګړه په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ماتې لامل ګڼي

د متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستیال جي ډي وینس د ایران جګړه د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د ماتې لامل ګڼي.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ماښام، د نومبر په ۴مه، وویل چې هغه تر ډېره حده د وینس له هغو څرګندونو سره موافق دی چې مخکې یې کړې وې؛ وینس ویلي وو چې د ایران سره جګړه په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د پرېکنده ماتې اصلي لامل و.

تر دې وړاندې، جي ډي وینس په ټولنیزه شبکه "اېکس" کې په یوه خپره شوې لیکنه کې چې د سه شنبې په ورځ د امریکا په ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند بریا ته اشاره کوي ویلي دي، "زموږ د ماتې لامل جګړه ده."

وینس لیکلي چې د سه شنبې له ټاکنو مخکې، هغه د ټاکنو د احتمالي بهیر په اړه له استخباراتي شنونکو سره مشوره کړې وه،هغه ته ویل شوي وو چې که څه هم د جمهوري غوښتونکي ګوند پلویان به په پراخه کچه د رایې ورکولو مرکزونو ته ورشي، خو ممکن د خپل ګوند په ګټه رایه ورنکړي، ځکه هغوی له هغه لوري څخه ناراضه دي چې هېواد ورسره مخ دی.

هغه زیاته کړه چې یوه بل کارپوه ورته ویلي دي چې رایه ورکوونکي د ایران سره د جګړې پای ته رسیدل، د ژوند پر لګښتونو او انفلاسیون (د بیو لوړوالي) باندې تمرکز، امریکا ته لومړیتوب ورکول، او له اسراییلو سره د متحده ایالاتو په اړیکو کې بدلون غواړي، هغه مسایل چې د ده په وینا، د ډیموکراتانو د غوره کولو اصلي لاملونه دي.

ټرمپ د وینس د څرګندونو د تائید ترڅنګ، له ایران سره د جګړې اقتصادي پایلو ته په اشارې وویل: "زما په اند دا خبره تر ډېره حده سمه ده، ځکه په لنډمهال کې یې د تېلو بیې یو څه لوړې کړې."

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي اقدام دفاع وکړه او ویې ویل چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په برخه کې د ایران مخنیوی اړین و.

هغه وویل: "په ورته وخت کې، که اړتیا وای چې دا کار بیا ترسره کړم، نو بیا به مې هم ترسره کړی وای؛ ځکه په اوږدمهال کې، دا یوازینۍ حل‌لاره ده. ایران ته باید اجازه ورنه کړل شي چې اټومي وسله ترلاسه کړي."

سره له دې، جي ډي وینس د جمهوري غوښتونکي ګوند د راتلونکو ګامونو په اړه د "رښتینې" خبرو اترو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې هغه د متحده ایالاتونو په اړه هیله‌ من دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG