امریکايي استازو له پوتین سره د اوکراین د سولې په اړه خبرې کړي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازو سټیف ویټکاف او جرید کوشنر د روسی د لسمشر ولادمیر پوتین سره وکتل
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازو سټیف ویټکاف او جرید کوشنر د روسی د لسمشر ولادمیر پوتین سره وکتل

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازو سټیف ویټکاف او جرید کوشنر د پنجشنبې په ورځ، د نومبر ۱۲مه، په کرملین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو، ځمکنیو اختلافونو او بشري همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

دا لیدنه په ابوظبۍ کې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ له دوه ورځنیو مذاکراتو وروسته وشوه، چې دواړو لورو پکې د جګړې د بندیانو د پراخې تبادلې په اړه هوکړه کړې، خو د سولې پر اساسي موضوعاتو لا هم اختلافونه پاتې دي.

د روسېې انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو د تنظیمولو له امله له ولسمشر ټرمپ مننه کړې او د بشري مسایلو په برخه کې یې د پرمختګ هرکلی کړی دی.

پوتین د اوکراین په ختیځ کې د کوستیانتینیفکا ښار ته د روسیې او اوکراین د ګډ بشري ماموریت د استولو وړاندیز هم کړی دی. د انټرفاکس د راپور له مخې، پوتین ویلي چې دا ماموریت د اولیشکي ښار د مخکینۍ تجربې پر بنسټ تنظیمېدای شي، چې د تېرې میاشتې په پای کې یې خلکو ته له ښاره د وتلو او پاتې اوسېدونکو ته د مرستو د رسولو زمینه برابره کړې وه.

هغه ویلي، روسیه د کوستیانتینیفکا ښار شاوخوا د ماینونو پاکولو لپاره پنځو ورځو ته اړتیا لري. تر اوسه د اوکراین له لوري د دغه وړاندیز د منلو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین ویلي وو چې له امریکايي استازو سره به د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د اوکراین د ځمکو د مالکیت او کنټرول پر سر د اختلافونو په اړه هم خبرې وکړي.

ویټکاف د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو راتلونکې تبادله د سولې په هڅو کې د پرمختګ نښه بللې ده. هغه دغه راز ویلي، تمه لري چې د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ د راتلونکو درې اړخیزو مذاکراتو نېټه اعلان شي. خو د دغې غونډې مشخصه نېټه لا نه ده تائید شوې.

د رویټرز د راپور له مخې، ویټکوف مسکو ته له رسېدو وروسته د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سولې په خبرو کې پرمختګ د جګړې پای ته رسول نږدې کړي، وویل: «هیله لرم چې داسې وي.»

جرید کوشنر هم ویلي چې امریکا له اروپايي هېوادونو سره د اروپا د راتلونکي امنیتي جوړښت په اړه خبرې پیل کړې دي. په همدې حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، اروپايي هېوادونه باید د سولې د مذاکراتو دایمي برخه شي. هغه د امریکا او روسیې ترمنځ د اروپا د امنیتي جوړښت په اړه خبرو ته اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د اروپا د امنیت په اړه پرېکړې باید د اروپايي هېوادونو په ګډون وشي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د پنجشنبې په ورځ په ډبلین کې وویل، اروپا باید د اوکراین د سولې او خپل راتلونکي امنیت په اړه روښانه او متحد دریځ ولري او له روسیې سره د خبرو نوښت بیا پیل کړي.

د سولې په خبرو کې د اوکراین د ختیځې دونباس سیمې برخلیک له مهمو اختلافونو څخه دی. روسیه د دغې سیمې د بشپړ کنټرول غوښتنه کوي، خو اوکراین د خپلې خاورې له سپارلو سره مخالفت کړی دی.

پوتین دغه راز ویلي چې په اوکراین کې د بهرنیو ځواکونو حضور روسیې ته د منلو وړ نه دی او خبرداری یې ورکړی چې دغه ځواکونه به د روسیې د پوځ هدفونه وي.

ټاکل شوې ویټکاف او کوشنر له مسکو وروسته د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره هم وګوري او د وروستیو مذاکراتو پایلې ورسره شریکې کړي.

د ولسمشر ټرمپ حکومت هڅه کوي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ اختلافونه راکم او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه پراخه هوکړه ترلاسه کړي. خو د ځمکنیو اختلافونو، امنیتي تضمینونو او د اروپا د رول په اړه لا هم موافقه نه ده شوې.

​
XS
SM
MD
LG