د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ چې د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۶مه، یې د عمان په خلیج کې یوه سوداګریزه کښتۍ له کاره وغورځوله.
دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د یادې کښتۍ عملې، د پرله پسې خبرداریو سره سره، هڅه وکړه د متحده ایالاتو لخوا جوړه شوې سمندري کړۍ ماته کړي.
سینټکام ویلي چې دغه کښتۍ د ایران له بندر عباس څخه روانه شوې وه او هڅه یې کوله چې سیمه ییزو اوبو ته ننوځي. د امریکا پوځي ځواکونو د ایران ټول بندرونه محاصره کړي او کښتیو ته اجازه نه ورکوي چې دغو بندرونو ته تګ راتګ وکړي.
سینټکام ویلي چې د متحده ایالاتو یوې پوځي الوتکې په دغه کښتۍ د دقیقو هدایت کېدونکو مهماتو په کارولو سره برید وکړ، چې له امله یې د کښتۍ د حرکت سیستم له کاره ولوېد؛ خو ملکي عملې ته یې کوم زیان ونه رسېد.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي چې دوی د ایران پر وړاندې د کلابندۍ پلي کولو ته په کلکه دوام ورکوي، د دې قومندانۍ په وینا، امریکايي ځواکونو ۱۵۸ سوداګریزې کښتۍ له خپل مسیر څخه اړولي او شپږ هغه کښتۍ یې له کاره غورځولي دي چې د کلابندۍ پر وړاندې یې سرغړونه کړې وه.
د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۲۴مه)، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د سمندري بندرونو محاصره "په تاریخ کې تر ټولو لویه سمندري کلابندي" وبلله او د هغې د پلي کولو له امله یې د امریکا له پوځ څخه مننه وکړه.
سینټکام له ټولو هغو سمندري کښتیو څخه چې د عمان خلیج او د هرمز تنګي څخه تیریږي غوښتي ، چې د ایران د سمندري بندیز په اړه د دغه قوماندانۍ خبرداریو ته پام وکړي.
فورم \ دبحث خونه