د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګرو د تورخم دروازه د موټرو پر مخ وتړله


AfghanTraders Blocked Torkham Gate
AfghanTraders Blocked Torkham Gate

د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې لسګونو سوداګرو، چې ‌‌‌‌‌‌ډېر یې د موټرو د پُرزو واردونکي وو، د پنجشنبې په ورځ د تورخم دروازه د اعتراض په توګه د موټرو پر مخ وتړله.

دوی وايي، د تورخم دروازه یې د موټرو پرمخ ځکه تړلې ده، چې افغان حکومت د هرات په ګُمرک کې د موټرو د پُرزو تر اوه سوه بار کانټینرونه ودرولي او ورته د تګ اجازه نه ورکوي.

تورخم کې اصنافو او کسبګرو اتحادیې مشر خلیل الرحمن چې تورخم کې یې د لاریون مشري کوله خبریالانو ته وویل تورخم یې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول موټرو پر مخ تړلی دي

هغه زیاته کړه "هرات کې یې تر اوسه سوه پورې کانټینرې حکومت بندې کړي، په داسې حال کې چې ګمرک شوي هم دي".

د نوموړی پر وینا، لاره یې د اعتراض په توګه تړلې ده او حکومت باید د دوی د موټرو د پُرزو کانټینرونه په هرات کې خوشې کړي.

لاریون کوونکو د مالیې د سرپرست وزیر او د دغه وزارت یو شمېر نورو چارواکو په عکسونو د ضرب کرښې هم راښکلې وې.

که څه هم په تورخم کې عام خلک تګ راتګ کولی شي، خو د هر ‌‌‌‌‌‌ډول موټرو پر مخ لاره تړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG