د لاس رسي وړ اتصالات

تخار او فاریاب کې د "ثبات او همپالنې" ډلې د پلویانو لاریون


د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او همپالنې" د انتخاباتي ډلې پلویانو، د انتخاباتو کمېسیون د اقداماتو په غبرګون، چې دوی یې "سازمان شوې درغلۍ" یادوي، په تخار او فاریاب ولایتونو کې لاریون کړی.

دغه لاریونونه د دوشنبې په ورځ د ډیسمبر په دویمه (لیندۍ ۱۱) د کلکو امنیتي تدابیرو لاندې د تخار په مرکز تالقانو ښار او فاریاب کې شوي دي.

لاریون کوونکو خبرداری ورکړی، چې د "درغلیو" په اساس د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو نتایج نه مني او ۳۰۰زره رایې چې بایومتریکي بنسټ نه لري باید لغوه شي.

اعتراض کوونکو له پاکو رایو څخه د ناپاکو رایو د جلا کولو غوښتنه کړې. د ثبات او همپالنۍ انتخاباتي ډله ادعا کوي چې دا رایې غیربایومتریکي دي او باید و نه شمېرل شي.

د منان قاطع په نوم یو اعتراض کوونکي وویل، که د دوی غوښتنې و نه منل شي، په راتلونکو ورځو کې به د خپلو اعتراضونو لمن لاپسې پراخه کړي.

دوی له انتخاباتي کمېسیونونو څخه غوښتي، چې د شفافیت د اصل په پام کې نیولو سره، د غیربایومتریکه رایو مسله جدي ونیسي او د بحران مخنیوي وکړي.

تیره ورځ هم د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې لسګونو پلویانو په بغلان ولایت کې لاریون وکړ او د کابل – شمال لویه لاره یې د څو ساعتونو لپاره وتړله.

دا اعتراضونه په داسې حال کې کېږي، چې د انتخاباتو کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا شمیرلو پروسه بشپړه کړې او نتایج یې هم کابل ته رسېدلي دي.

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب‌الرحمان ننګ د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د دغو ولایتونو د نتایجو په تړاو پر یو تحلیلي راپور باندې کار روان دی او نتیجه به یې د کمېسیون کمېشنرانو ته وسپارل شي.

د ښاغلي ننګ پر وینا، د انتخاباتو د کمېسیون کمېشنران به د دغه تحلیلي راپور نتایجو ته په کتو او د قانون په رڼا کې به د جمهوري ریاست انتخاباتو د قسمي او یا ابتدايي نتایجو د اعلانولو په اړه تصمیم ونیسي.

XS
SM
MD
LG