د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان، پاکستان او ترکیې په غونډه کې په سملاسې اوربند ټېنګارشوی


د افغانستان، پاکستان او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډې اعلامیې کې د سوله ایز، خودمختار، خپلواک، دیموکراتیک او یو موټي افغانستان سره په ملاتړ ټینګار شوی.

محمد حنیف اتمر، شاه محمود قریشي او مولود چاوش اوغلو نن جمعه، اپریل ۲۳ (وري۳) په استانبول کې کتلي او ګډه اعلامیه یې خپره کړې.

په اعلامیې کې ویل شوي چې ثبات لرونکې سوله یوازې پداسې سیاسي پروسې تر لاسه کیدی شي چې ټول پکې برخه ولري او مشري یې دافغانانو په لاس کې وي او دا چې هدف یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هر اړخیز او دایمي اوربند او سیاسي روغه جوړه وي.

په اعلامیې کې د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو د هڅو یادونه هم شوې او غوښتل شوي چې د افغانستان د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره دې په استانبول کې په لوړه کچه غونډه جوړه شي.

ټاکل شوې وه چې د همدې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې په استانبول کې د افغانستان په هکله نړیواله غونډه جوړه شي، خو طالبانو پکې د ګډون نه انکار وکړ او ترکیې دا غونډه وځنډوله.

د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډې اعلامیې کې د ټولو خواوو او په ځانګړي ډول د طالبانو نه غوښتل شوي چې په افغانستان کې د دایمې سولې رسیدو لپاره د روغې جوړې په خبرو کې د خپل ګډون ژمنه ورکړي.

په اعلامیه کې همدارنګه په افغانستان کې د تشدد د پیښو په زیاتیدو خفګان ښودل شوی. د اعلامیې په یوې برخې کې د ملکي خدماتو د مامورینو، مدني فعالانو، د بشري حقونو مدافعینو، خبریالانو او د مطبوعاتو په کار کوونکو بریدونه غندل شویدي.

په ګډې اعلامیې کې همدرانګه د عاجل اوربند په اړتیا ټینګار شوی او پکې ویل شوي چې اوربند به نه یوازې د تشدد لوړه کچه پای ته ورسوي بلکې د سولې لپاره به ښه زمینه هم برابره کاندي.

د وزیرانو دا ګډه اعلامیه پداسې حال کې خپریږي چې د افغانستان د سولې په هکله خبرې په ټپه ولاړې دي.

XS
SM
MD
LG