د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: د سولې مذاکراتو اړخونه دې د بیان آزادۍ د خوندیتوب ضمانت ورکړي


د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش وايي، د اساسي قانون له مخې او د سیاسي نظام تر سیوري لاندې، د تیرو کلونو له لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول د بیان له آزادۍ څخه ساتنه امکان لري او د سولې د مذاکراتو اړخونه باید په دې برخه کې افغانانو ته ضمانت ورکړي.

ښاغلي دانش چې د "کب/حوت په ۲۷مه د خبریالانو د ملي ورځې" په لمانځ‌غونډه کې وینا کوله وویل، چې د افغانستان خلک او حکومت د هغې سولې غوښتونکي دي، چې د اوسني نظام او د اساسي قانون په چوکاټ رامنځ ته شي.

هغه زیاده کړه "د سولې په مذاکراتو کې ښکیل ټول اړخونه باید دا تضمین د فغانستان خلکو ته او مخصوصاً د هیواد د رسنیو ټولنې ته ورکړي، چې د بیان آزادي به لکه اوس خوندي وي او ورڅخه ساتنه به کیږي".

له دې وړاندې په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب بنسټونو او د بې‌پولې خبریالانو سازمان هم ټینګار کړی، چې د بیان آزادي باید د سولې د خبرو قُرباني نه شي.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې، د سولې په خبرو کې له ښکیلو ټولو خواوو څخه غوښتي، چې د مذاکراتو په بهیر کې د بیان آزادي او د خبریالانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

همدا شان په دې وروستیو کې یوې افغانې خبریالې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر په همکارۍ د "زما سره کرښه" تر عنوان لاندې په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړی دی، چې موخه یې د سولې په مذاکراتو کې د افغانانو پر ټولنیزو لاسته راوړنو د معاملې مخنیوی ښودل شوې ده.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال په داسې حال کې په افغانستان کې د بیان د آزادۍ پر خوندیتوب ټینګار کړی، چې لا هم افغانستان د رسنیو او خبریالانو لپاره د خطرناکو هیوادونو په سر کې ځای لري.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ښځو د چارې مسولې وحیدې فیضي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې په تیرو څه کم دریو میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي اولس پیښې، په دغه بنسټ کې ثبت شوي دي.

د هغې پر وینا، په دې موده کې درې خبریالان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. آغلې فیضي زیاته کړه، چې په نورو پيښو کې درې خبریالان ګواښل شوي، اوو ته سپکاوی شوی او دوه نور وهل شوي دي.

XS
SM
MD
LG