د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او ترکمنستان ستراتیژیک تړون لاسلیک کوي


د افغانستان جمهور رئیس د چهارشنبې په ورځ ترکمنستان ته سفر وکړ.
د افغانستان جمهور رئیس د چهارشنبې په ورځ ترکمنستان ته سفر وکړ.

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د چهارشنبې په ورځ ترکمنستان ته سفر وکړ او ټاکل شوې چې د کوربه هیواد له جمهور رئیس سره د ستراتیژیک مشارکت تړون لاسلیک کړي.

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري وايي، چې دواړه هیوادونه به په مختلفو برخو کې د همکاریو نورې معاهدې هم لاسلیک کړي.

چخانسوري زیاته کړې ده "د افغانستان د جمهور رئیس او د ترکمنستان د جمهور رئیس په حضور کې به دغه راز، د همکاریو یو شمیر نور سندونه او تفاهمنامې هم لاسلیک شي، چې تر ټولو مهم یې د اوسپنۍ پټلۍ، نفت او ګاز، فرهنګي او ګمرکي همکاریو په برخه کې د سندونو لاسلیک کول دي".

د ښاغلي چخانسوري پر وینا، د افغانستان جمهور رئيس به په دغه سفر کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د نړېوالو اړیکو په انستیتیوت کې وینا هم وکړي.

XS
SM
MD
LG