د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د بشري مرستو لپاره ۴۳۰ میلیون ډالر غواړي


افغان حکومت وایي په افغانستان کې ۲.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
افغان حکومت وایي په افغانستان کې ۲.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

افغان حکومت له نړیوالې ټولنې څخه د بشري مرستو لپاره د ۴۳۰ میلیونه امریکایي ډالرو غوښتنه وکړه.

افغان حکومت وایي په افغانستان کې ۲.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان اجراییه رئیس عبدالله عبدالله وایي په ۲۰۱۸ کال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په مرسته له نړیوالۍ ټولنې څخه د۴۳۰ میلیونو امریکا یي ډالرو غوښتنه شوې ده.

اجراییه رئیس د دوشنبه په ورځ په سپیدا ماڼۍ کې په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل تیر کال په افغانستان کې ۴۰۰ زره افغانان له خپلو اصلي مېنو څخه بې ځایه شوي دي او همدارنګه ۷۰۰ زره نور افغان مهاجر له بیلابیلو هیوادونو خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه افغان حکومت د بشري حقونو اصولو او قوانینو ته ژمن دی او په افغانستان کې جګړه، بیکاري، فقر او طبیعي پیښې ددې لامل شوي دي چې د دغو مرستو غوښتونه وشي.

عبدالله عبدالله په تیر میلادي کال کې د افغانستان لپارهد ڼړیوالۍ ټولنې لخوا د بشر دوستانه مرستو یادونه وکړه او وې ویل "تیر کال یانې ۲۰۱۷ کال کې کوم اپیل چې موږ کړی وه ۴۱۰ میلیونه ژمنه وشوه او ۳۱۰ میلیونه ډالر له دغو مرستو تر سره شوې چې دا د بشري مرستو په برخه کې د نړیوالۍ ټولنې ژمنتیا ښیي موږ له هغوې منندوې یو چې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې د افغانستان اړو خلکو تهد بشر دوستانه مرستو په رسولو باندې لګیا دي".

د بشري مرستو په برخه کې به د نړیوالې ټولنې دغه مرستې له ۲۰۱۸ کاله تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې تر سره شي.

همدارنګه په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر ټوبي لینزر وویل دا مرستې به په افغانستان کې د هغو خلکو لپاره چې د جګړو او طبیعي پیښو قرباني شوي دي تر سره شي.

ښاغلي لینزر زیاته کړه "زه نن له نړیوالو بسپنه ورکونکو باندې غږ کوم چې د ۲،۸ میلیونه وګړو په څنګ کې ودریږي چې ژوند یې د جګړو او طبیعي پیښو له امله له کړاو سره مخ دی".

دغو مرستو تهد بشري غبرګون پلان نوم ورکړل شوی دی او د ۱۵۰ ملي او نړیوالو موسسو او د ملګرو ملتونو د ادارې له خوا به په هغو سېمو کې چې دوې ورته لاسرسی لري پلي شي.

XS
SM
MD
LG