د لاس رسي وړ اتصالات

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ سقوط؛ 'لږ تر لږه ۱۴ پوځیان وژل شوي' 


عکس: ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مقاماتو د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د نیولو په هکله د طالبانو ادعا تائید کړې او ویلي یې دي چې پدغو نښتو کې حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو امنیتي مقام چې نه يې غوښتل نوم یې یاد شي، د جون په شپږمه (غبرګولي ۱۶) د امریکاغږ ته وویل چې دا ولسوالي تیره شپه طالبانو نیولې ده.

د فاریاب ولایت د ولایتي شورا یو شمیر غړي وایي چې طالبانو لومړی د امنیه قواندانۍ ودانۍ ته نژدې له چاودیدونکو موادو ډک موټر وچاوه او بیا یي ددې ولسوالۍ پر مرکز یرغل وکړ.

ددې شورا یو غړي عبدالاحد ایلبیک، خبریالانو ته وویل چې د طالبانو پدغه چاودنې او بریدونو کې ددې ولسوالۍ د پولیسو د قوماندان سیف الرحمن دهزاد په ګډون ۱۴ امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

ښاغلي ایبلیک ادعا وکړه چې پدغو نښتو کې طالبانو ۳۸ پوځیان نیولي دي. افغانستان امنیتي منابع پدغې ولسوالۍ کې ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوړیدل تائید کړي او ویلي یې دي چې اکثر وژل شوي پولیس دي.

د فاریاب ولایت محلي منسوبینو پدې هکله د جزییاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

طالبانو ویلي دي چې ددې ډلې جنګیالي د ولسوالۍ په مرکز کې دي او هغوی پدغو نښتو کې د امنیتي ځواکونو زیات شمیر تجهیزات او مهمات نیولي دي.

XS
SM
MD
LG