د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د نړۍ د لسو مفسدو هیوادونو په لست کې ځای لري


روند مردمی مبارزه با فساد اداری
روند مردمی مبارزه با فساد اداری

د نړیوال شفافیت سازمان د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې د فساد په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی، چې له مخې یې افغانستان په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د لسو مفسدو هیوادونو په ډله کې ځای لري.

دا راپور چې د پنجشنبې په ورځ د جنوري ۲۳مه (سلواخې ۳مه) خپور شوی، په کې سومالیا د نهو، جنوبي سوډان د ۱۲ او سوریه د ۱۳ پواینټونو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو درې مفسده هیوادونه پېژندل شوي دي.

همدا شان یمن د ۱۵ او وینزویلا، سوډان، ګینی او افغانستان د ۱۶ – ۱۶ پواینټونو په درلودلو سره په لسو مفسدو هیوادونو کې راغلې دي.

دا راپور ښيي، چې افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو له ډلې ۱۷۳ ځای خپل کړی او د شمالي کوریا په پرتله په کې د فساد کچه زیاته ده.

د شفافیت د موسسې مسول وحیدالله عزیزي دغه راپور ته په غبرګون کې د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د ملي یووالي حکومت په پیل کې افغانستان د شفافیت له لحاظه ۱۱ پوانیټونه درلودل خو اوس دغه شمېره ۱۶ ته رسېدلې ده.

خو هغه زیاته کړه: "په ټوله کې زموږ هدف ۵۰ وو، چې ډېر لوړ وو او ترلاسه مو نکړ".

افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې هم د شفافیت او له فساد سره د مبارزې په برخه کې ۱۶ پواینټونه درلودل.

د ښاغلي عزیزي پر وینا، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لږ امتیازونه د دې لامل شوي، چې د حکومت او عام ولس ترمنځ واټن زیات شي او د اساسي خدمتونو په وړاندې کولو او پر بهرنۍ پانګونې باندې منفي اغیزې وکړي.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ سیداکرام افضلي وویل، چې د افغانانو په سیاسي او اقتصادي برخلیک ټاکلو کې د پېسو ونډه د دې لامل شوې چې پر دولت د خلکو باور له منځه لاړ شي.

هغه زیاته کړه: "که موږ غواړو افغانستان له دغه وضعیت څخه وباسو، په یو سم لوري لاړ شو، اړتیا ده چې په سیاست کې د پېسو ونډه محدوده شي او ان له منځه لاړه شي".

له فساد څخه پاک هېوادونه

د نړیوال شفافیت سازمان په هیوادونو کې د فساد کچې ته په پاملرنې له صفر څخه نیولې تر سلو پواینټونو هیوادونو ته ورکوي.

د دغه سازمان د موندنو پر اساس، په نړۍ کې هیڅ هیواد له فساد څخه پاک نه دی او دا پدیده په ټولو هیوادونو کې په مختلفو کچو کې شته ده.

د نړیوال شفافیت د څار سازمان د ۲۰۱۹ کال راپور ښيي، چې دنمارک د ۸۷، نیولیند د ۸۷ او فنلند د ۸۶ پواینټونو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو پاک هېوادونه دي.

له دغو هیوادونو وروسته سنګاپور، سویډن، سویس، ناروې، هالنډ، جرمني، او لوګزامبورګ له فساد څخه د تر ټولو پاکو لسو هیوادونو په لېست کې ځای خپل کړی دی.

خو د امریکا متحده ایالاتو چې ۶۹ پواینټونه یې خپل کړي دي، په لېست کې ۲۳ ځای لري.

XS
SM
MD
LG