د لاس رسي وړ اتصالات

مقامات: روان ژمي کې د افغانستان په مختلفو طبیعي پیښو کې ۸۵ تنه مړه شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي په روان ژمي کې په افغانستان کې په مختلفو طبیعي پیښو کې ۸۵ تنه مړه شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي تیر یو کال کې له ۵۳ زرو زیات افغانان د طبیعي پیښو څخه زیان لیدلی دی.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت د بیړنیو عملیاتو رئیس ملا جانان وايي، چې په روان ژمي کې د زلزلې او واورو د اورښت له امله پنځه اویا تنه ټپیان شوي هم دي. هغه همداشان وویل چې ددې تر څنګ "د دوو څخه تر درې زرو پورې کورنه په بشبړ او یا هم یو څه خراب شوي دي".

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د افغانستان د طبیعي پیښو په اړه په یو وروستي راپور کې چې تیره اونۍ خپور شوی ویلي چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې د ۲۶ نیټې څخه د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ د ۱۷ نیټې پورې په افغانستان کې ۵۳۱۲۶ تنه طبیعي پیښو کې زیانمن شوي دي.

د " اوچا" د راپور له مخې په دغه موده کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۱۵ ولایتونو کې طبیعي پیښې شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان کې هر کال زلزلې، د واورو ښویدنه، سیلابونه او وچکالۍ پیښېږي چې له امله یې په اوسط ډول هر کال تر ۲۰ زرو پورې کسان د دغه هیواد د طبیعي پیښو څخه زیان ویني. طبیعي پیښو یو شمیرخلک خپلو سیمو پریښودلو ته هم اړ کړي دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه بې ځایه شوي کسان له خپلو مینو څخه لرې په نورو سیمو کې ژوند کوي، چې جنګ جګړو سربیره یو لوی شمیر یې د طبیعي پیښو په ځانګړي ډول د وچکالۍ له امله خپلو سیمو پریښودلو ته اړ شوي دي.

اکثره داخلي بې ځایه شوې کورنۍ په ډیرو سختو شرایطو کې ژوند کوي. د مهاجرینو او ستنیدونکو وزارت وايي، چې دغه وزارت د نړیوالو مرستنیدویه ادارو په ملاتړ په روان ژمي کې درې میلیونو بې ځایه شوو افغانانو سره مرستې کړي دي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت د اضطراري عملیاتو رئیس ملا جانان وايي، دغه وزارت هم د شاوخوا ۴۰ زرو طبیعي پیښو کې زیانمن شوو کورنیوسره مرستې کړي دي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت دغه چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د افغانستان د هوا پیژندنې ملي ادارې د یکشنبې په ورځ په ۲۷ ولایتونو کې د وارو او باران د اورښت اټکل کړی دی.

د هواپیژندنې ادارې ویلي، چې د اواورو او بارانونو اورښت کیدای شي په ځینو ولایتونو کې د سیلابونو سبب هم شي. ددې ادارې د اټکل له مخې کیدای شي په راتلوونکو ورځو کې هم په یو شمیر ولایتونو کې د واورې او باران اوښت وشي.

افغانستان کې هرکال د پسرلي او مني په پیل کې سیلابونه راوځي، چې د خلکو د کورونو ته د زیان سربیره پر ځمکو ولاړ فصلونونو ته هم زیان رسوي او له منځه یې وړي.

XS
SM
MD
LG