د لاس رسي وړ اتصالات

اتریش په وړوکتونونو کې د نجونو په حجاب بندیز لگوي


د اتریش د صدراعظم مرستیال پدې وروستیو کې د نجونو د ټکري د منع کولو مسله مطرح کړې ده
د اتریش د صدراعظم مرستیال پدې وروستیو کې د نجونو د ټکري د منع کولو مسله مطرح کړې ده

یو شمیر مسلمانان په اتریش کې د مختلفونو ادیانو د منلو د نه زغم له پراخیدو په وجه اندیښنه څرگنده کړې ده.

د اتریش حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دا هیواد په پام کې لري چې په وړوکتونونو او ښوونځیو کې د نجونو د ټکري پر سرول بند کړي.

د اتریش د پوهنې د چارو وزیر هاینز فاسمن، ویلي دي چې په وړوکتونونو او ابتدائیه ښوونځیو کې د نجونو د ټکري د پر سر کولو د قانون طرحه د ٢٠١٨ کال تر اوړي پورې تیاریږي. ښاغلي فاسمن زیاته کړه پرته له دې چې دا قانون په څومره ماشومانو اثر کوي، دا د ټکري په وړاندې یو "نمایشي" اقدام دی.

د اتریش د صدراعظم مرستیال هاینز کرستین شتراخه پدې وروستیو کې د نجونو د ټکري د منع کولو مسله مطرح کړه او ادعا یې وکړه چې "د لسو کلونو لاندې عمر لرونکو نجونو ساتنه باید وشي" چې هغوی پدې وتوانیږي تر څو په ازاده بڼه د اتریش په ټولنه کې مدعمې شي.

د اتریش صدراعظم سباستین کورتس، هم له دې اقدام ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې "مونږ غواړو په اتریش کې ټولې نجونې د یو ډول فرصتونو نه گټه واخلي" او ټینگار یې کړی دی چې په اتریش کې د "موازي ټولنو" رامنځ ته کیدل نه غواړي.

داسې شمیرې نشته چې په اتریش کې څومره شمیر نجونې په په وړوکتونونو او ایتدائیه ښوونځیو کې ټکری پر سر کوي.

پدې ترڅ کې په اتریش کې د مسلمانانو د ټولنو ویاندې کارلا امینه بغاجتي، ویلي دي چې پدې هکله بحث ته اړتیا ده.

میرمن بغاجتي ویلي دي چې هر هغه وړوکتون او ښوونځی چې له دې اقدام نه متاثر کیږي باید پدې "دیالوگ" کې برخه واخلي.

په اتریش کې شاوخوا اوه سوه زره مسلمانان اوسیږي او یو شمیر یې د توپیر او نه زغم له پراخیدو نه اندیښمن دي. دغه اندیښنې په ځانگړې توگه د اتریش د نوي حکومت له رامنځ ته کیدو وروسته زیاتې شوي چې یو شمیر یې په نازي رژیم ورته تمایلاتو تورنوي.

XS
SM
MD
LG