د لاس رسي وړ اتصالات

باربارا بوش مړه شوه، د شنبې په ورځ خارو ته سپارل کیږي


د امریکا د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جورج هربټ بوش مېرمن باربارا بوش د دوشنبې په ورځ (اپریل ١٧) د ۹۲ کالو په عمر مړه شوه. د باربارا بوش د مړینې خبر د بوش کورنۍ ورکړ.

باربارا بوش دوهمه امریکایي میرمن وه چې هم یې میړه او هم یې ځوی د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیسان وو. هغه د امریکا د ۴۱ جمهور رئیس جورج هربرت واکر بوش میرمن او د ۴٣ جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش مور وه.

باربارا بوش د ١٩٨٩ نه تر ١٩٩٣ میلادي پورې په سپینې ماڼۍ کې د لومړۍ میرمنې په توگه د امریکا په ټولنه او نړۍ کې د سواد د ودې لپاره په ډیرو هلو ځلو کولو مشهوره وه. هغې خپل دغه فعالیت ته د عمر تر وروستیو پورې دوام ورکړ.

باربارا بوش چې د شپږو اولادونو مور وه په کال ۱۹۸۹ کې یې د کورنیو د سواد د زده کړې لپاره د باربارا بوش بنسټ ایجاد کړ چې هدف یې د کورنیو هڅول وو چې اولادونه یې د کتاب لوستلو سره مینه پیدا کړي.

میرمن بوش په رښتیا او سپينو خبرو په کولو مشهور وه او حتی له دې هم نه ډاریده چې خلکو ته ووایي په غاړه یې د مرواریدو غاړکۍ نقلي ده.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او میرمن‌ یې میلانیا ټرمپ په یو بیان کې د امریکا او خپلې کورنۍ له خوا د باربارا بوش د میړنې له کبله د هغې له کورنۍ سره خواخوږي څرگنده کړې او د هغې کارونه یې ستایلي دي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس باراک اوباما هم په یو ټویټري پیغام کې د بوش له کورنۍ سره خواخوږي کړې او ویلي یې دي چې "باربارا د هغې کورنۍ د بنسټ ډبره وه چې عامه خدمت ته یې ملا تړلې وه، مونږ د دواړو بوش جمهورو رئیسانو او د بوش له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرگندوو".

۹۲ باربارا بوش د رپوټونو په اساس د سږو او زړه په ناروغیو اخته وه. د بوش کورنۍ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغې روغتیايي وضعیت خراب شوی او پخپله‌ یې د نورې درملنې غوښتنه رد کړې وه.

باربارا او جورج هربرت واکر بوش د روان کال په جنورۍ کې د خپل د واده ۷۳ کلیزه ولمانځله.

د باربارا بوش د تدفین مراسم د راتلونکې شنبې ورځ باندې د تکزاس د هیوسټن د ښار په یوې کلیسا کې کیږي. د هغې مړی به د جمعې په ورځ په کلیسا کې کښیښودل شي چې عام خلک او د هغې مینوال ورته د درناوي مراسم پر ځای کړي.

پر سپینې ماڼۍ باندې د سې شنبې په ورځ د امریکا د پخوانۍ لومړۍ میرمنې د مړینې له کلبه بیرغ نیمه ځوړنډ و.

XS
SM
MD
LG