د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو بحران؛ بایډن د مکسیکو او کاناډا مشرانو سره له خبرو مخکې ټکساس ته ځي


په مکسیکو ښار کې د امریکا، کاناډا او مکسیکو له سرمشریزې یوه ورځ وړاندې، د امریکا ولسمشر جو بایډن نن یکشنبې جنوري ۸ (مرغومي ۱۸) د ټکساس ایالت ایل پاسو ښار ته ځي چې د امریکا او مکسیکو پر پوله باندې د کډوالو بحران له نږدې وویني.

بایډن له هغه اعلان یوازې څو ورځې وروسته د مکسیکو پولې ته سفر کوي چې د کیوبا، نیکاراګوا ، هیتي او وینزویلا کډوالو ته یې خبرداری ورکړ چې که چیرې په غیرقانوني ډول متحده ایالاتو ته ننوځي، نو د امریکا د ۴۲ نمبر قانون د وبا دورې د مهاجرت د تګلارې له مخې به بیرته مکسیکو ته وشړل شي.

ایل پاسو د مکسیکو سره پر پوله د متحده ایالاتو یو له لویو ښارونو څخه دی چې هره ورځ ورته زرګونه کډوال راځي. ځینو چارواکو په سرحد باندې د کډوالو روان وضعیت "بشري او سیاسي ناورین" بللی دی.

ټاکل شوې چې په ایل پاسو کې د کډوالو د وضعیت له کتلو وروسته، ولسمشر بایډن یکشنبې ناوخته د مکسیکو پایتخت مکسیکو ښار ته سفر وکړي چېرې چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د امریکا، کاناډا او مکسیکو سرمشریزه جوړیږي.

کډوالي ددغې غونډې تر ټولو مهمه موضوع بلل شوې او ټاکل شوې چې د درې واړو هېوادونو مشران د ګډو سرحدونو په مراقبت او نظارت وغږیږي، چې د امریکا جنوبي سرحد یې مهمه برخه جوړوي.

په ۲۰۲۲ کال کې، امریکا د خپل څه باندې ۳۰۰۰ کیلومتره اوږد جنوبي سرحد د ساتنې د مسلی سره مخامخ و. زیاتره د مکسیکو خلک په دې سرحد اوړي، خو همدا شان د کیوبا، هیتي، نیکاراګوا ، او وینزویلا ډېر کډوال هم پکې دي.

له دې سرمشریزې وړاندې ولسمشر بایډن، د مهاجرت په هکله نوي قیودات اعلان کړل، او وې ویل، د خپلو سیاسي مخالفینو د غوښتنې په اساس غواړي د امریکا او مکسیکو ترمنځ د سرحد وضعیت له نږدې وګوري.

ولسمشر بایډن وویل: "مکسیکو ته سفر کوم، هلته له ولسمشر اندریس منول لوپیز اوبرادور سره ګورم. مونږ غټه اجنډا لرو چی د اقلیم د بدلون بحران، اقتصادي انکشاف او نورې مسلې پکې شاملې دي. خو ددې اجنډا یوه مهمه برخه، ددې دوه هیوادونو ترمنځ زمونږ د سرحد د ټینګیدو مسله ده."

ځینی تحلیلګران وایي د سرحد مسلې ته دومره ډیره توجه، ددې درې هیوادونو ترمنځ د نورو مهمو مسلو، لکه تجارت، کلتور او چاپیریال نه پام بلی خوا ته اړوي.

د امریکن کونسل څېړونکی ایریک فارنزورت وویل: "دا چې څه باید وشي او څه کیدلی شي؟ د دوه جلا مسلو احتمال شته. زما په فکر دا درې واړه رهبران په دې غونډه کې د خپلو داخلي مسلو په رڼا کې موضوعات ګوري او هڅه کوي په هغو مسلو کی پرمختګ وشي چې په داخل کې پر دوی باندې اغیزه کوي. څرګنده ده چی د امریکا په متحده ایالاتو کې د مهاجرت مسله مطرح کوي."

خو تحلیلګران وایي، د امریکا د متحده ایالاتو سره همدغه راز په دغی مسلی ډیر تمرکز د مکسیکو په ګټې هم دی، سره ددې چې د امنیت، تجارت او انرژۍ د پالیسیو په سر د امریکا سره یې د سترې شخړې پام بلې خوا ته اوړوي.

د نړیوال ستراتیژیک مرکز څېړونکې مریانا کمپېرو وویل: "دا واقعیت دی چې مهاجرت د امریکا په متحده ایالاتو باندې اغیزه لري. ولسمشر لوپیز اوبرادور ددې مسلی نه استفاده کوي، غواړي چې بایډن مجبور کړي چې د مهاجرت او ډیرو نورو مسلو په برخه کی په سرغړونو سترګې پټې کړي."

ښاغلی فارنزورت ددی رهبرانو نه هیله لري چې د شمالي امریکا د هېوادونو نه اخوا مسایلو ته پام واړوي.

هغه وویل: "که چیری په دې غونډې کې بحث په تجارتي شخړو او سرحدي سیاست وڅرخي چې زه فکر کوم مهمې مسلې دي او خبرې مې غلطې مه تعبیروۍ، خو مقصد مې دادی چې د شمالي امریکا، ډیر متفق او یو ډیر جامع ارمان موضوع به یو ځل بیا څنډې ته واچول شي. او زه فکر کوم چې دا حالت د شمالي امریکا د خلکو واقعي ناکامي ده."

سپینه ماڼۍ وایي، ډیرې مسلې شته چې په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې پرې خبرې وشي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرن ژان پېیر ځینې مهم مسایل یاد کړل: "د اقلیم او چاپیریال ننګونې، د شمالي امریکا سیالۍ، د خپلو خلکو د روغتیا او مصئونیت ساتنه، په سیمه کې په ګډه غیرقانوني کډوالۍ ته ځواب، د تنوع او برابرۍ زیاتول او ټولمشولیت رامنځ ته کول."

XS
SM
MD
LG