د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله په فاریاب کې د وسله‌والو نښتو په اړه اندیښنه ښودلې


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د فاریاب ولایت امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بللی او د امنیتي سکتور له چارواکو څخه يې غوښتي، چې د دغه ولایت امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د فاریاب د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه وروسته له هغې پیدا شوې، چې په دغه ولایت کې د یو‌ سیمه‌ییز قوماندان او د ولسي جرګې د یو غړي د وسله‌والو ترمنځ شخړې زور واخیست.

ښاغلي عبدالله، چې د دوشنبې په ورځ (فبروري ۱۹مه) د وزیرانو شورا غونډې ته وینا کوله وویل "د فاریاب ولایت وضعیت په ټولیز ډول د دقت وړ دی، د ولایت په مرکز کې تاوتریخوالی، پر هغو ځواکونو فشار چې د 'سرحوض' په سیمه کې یې مقاومت کړی، چې په اړه یې د دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست بیړنۍ پاملرنه غواړم".

د فاریاب سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د جنرال دوستم اړوند د ولسي پاڅون‌کوونکو قوماندان نظام‌الدین قیصاري او د ولسي جرګې غړي فتح‌الله قیصاري ترمنځ شخړې د دغه ولایت امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د نظام‌الدین قیصاري وسله‌والو د ولسي جرګې غړی فتح‌الله قیصاري له تیرې ورځې راهیسې د دغه ولایت په هوايي ډګر کې کلابند کړی او د هغه د نیولو هڅه کوي.

د بیدار پر وینا، د دواړو خواوو وسله‌وال همدا اوس د یو بل په وړاندې ولاړ دي.

د جنبش ګوند یو غړي محمد نسیم رحماني امریکا غږ ته وویل، د دواړو خواو ترمنځ شخړې وروسته له هغې سر راپورته کړ،چې د نظام‌الدین قیصاري په کور کې د ماین ایښودلو لپاره، پر فتح‌الله قیصاري باندې د یو کس د ګومارنې تور پورې شو.

د فاریاب د سیمه‌ییزو چارواکو پر وینا، نظام‌الدین قیصاري د ولسي جرګې د دغه غړي په نیولو او محاکمه کولو ټینګار لري، خو فتح‌الله قیصاري بیا دا تور بې‌بنسټه او یوه دسیسه ګڼي.

XS
SM
MD
LG