د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان اجرائيه رئيس امریکا او کاناډا ته په سفر تللی


اجرائیه رئيس به په دغه سفر کې د امریکا او کاناډا له چارواکو سره لیدنه وکړي.
اجرائیه رئيس به په دغه سفر کې د امریکا او کاناډا له چارواکو سره لیدنه وکړي.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې ښاغلی عبدالله د دوشنبې په ورځ د یو جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ له کابل څخه کاناډا ته سفر وکړ.

اجرائيه ریاست په یو بیان کې ویلي، چې اجرائيه رئیس به په دغه رسمي سفر کې د امریکا او کاناډا له لوړپوړو چارواکو سره لیدنه وکړي.

په بیان کې دغه راز ویل شوي، چې ښاغلی عبدالله به د امریکا د کانګرس له غړو او سناتورانو سره، د افغانستان د وضعیت او د ملي یووالي د حکومت په مخ کې د پرتو ننګونو پر سر هم خبرې وکړي.

د بیان له مخې د افغانستان اجرائيه رئیس به د واشنګټن په یو شمیر تحقیقاتي او څیړنیزو مرکزونو کې د افغانستان او د سیمې د وضعیت په اړه وینا وکړی.

دغه راز ښاغلی عبدالله په دغه سفر کې د 'هالیفاکس' په نوم نړیوالې امنیتي غونډې او د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې هم وینا وکړي.

د افغانستان اجرائيه ریاست ویلي، چې ښاغلی عبدالله به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د افغانستان د وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو د کلنۍ پریکړه لیک په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG