د لاس رسي وړ اتصالات

اور په امریکا کې په زرګونو کورونه ایرې کړل 


د امریکا په کالیفورنیا، واشنګټن او اوریګن ایالتونو کې د اور سرکښو لمبو په زرگونو کورونه په ایرو بدل او په لسګونو زره خلک یې د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ کړي دي.

د کالیفورنیا ایالت مقاماتو ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ سپتمبر لسمه (وږي ۲۵) تند بادونه او اور نور هم سرکښ او د اور لګیدنو ساحې یې څو برابره پراخه کړې او په یوه کوچنۍ غرنۍ سیمه کې اور د دریو تنو د مړینې او څو تنو نورو د سختې سوځیدنې سبب شوی دی.

د امریکا د شمال لویدیځو ایالتونو په ځنګلونو کې اور لګیدنې په دوبي کې یوه معمولي خبره ده چې سږکال دا کار د څو اونیو راهیسې په څو ایالتونو کې روان دی او اور په زرګونو جریبه ځمکه په ایرو بدله کړې ده.

کالیفورنیا چې په روان کال کې د اور لګیدنو د سختو پیښو شاهده ده د اوروژنې د ادارو کارکوونکو او مرستندویانو د هڅو په نتیجه کې د اور ساحه نیمایي ته راکمه شوی وه خو په تیرو دوو ورځو کې یو ځل بیا اور څو چنده ډیر شوی دی.

د اورلګیدنو د ساحو یو اوسیدونکی جان سایکس چې د سه شنبې په ورځ توانیدلی د خپل موټر او څو جوړه کالیو سره د سیمې نه وتښتي، دردناکې کیسې لري.

ښاغلي سایکس چې د یو نیم کیلومتر واټن څخه یې د خپل کور او ښار سوځیدل لیدل د سکرمنتو بې ورځپاڼې ته وویل: "و مې لیدل چې ښونځی، د اطفایې اداره، میخانه‌، خشکه شویي او مغازې څنګه د اور په لمبو کې وسوځیدلې. بیا هیڅکله دغه ځای ته نه راځم... نه غواړم بیا کله هم کالیفورنیا ته راشم."

په دغه سیمه کې لګیدلی اور اوس یو ځل بیا د پارادایس ښار ګواښي، هغه ښار چې دوه کاله مخکې د اور لمبو نابود کړ او په هغه پیښه کې ۱۸ تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۹ زره ودانۍ په ایرو بدلې شوې.

د امریکا د هوا پیژندنې ملي ادارې ویلي دي چې اورلګیدنې دومره پراخې دي چې د چهارشنبې په ورځ د سکرمنتو او سانفرانسیسکو آسمان د دود له وجې تیاره شوی و.

XS
SM
MD
LG