د لاس رسي وړ اتصالات

کمېسیون: د جمهوري ریاست دویم پړاو انتخاباتو ته چمتوالی لرو


د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون وايي، که چېرې د جمهوري ریاست انتخابات دویم پړاو ته لاړ شي، له تخنیکي او مالي لحاظه ورته بشپړ چمتوالی لري.

د دغه کمېسیون یو ویاند ذبیح‌الله سادات د سې‌شنبې په ورځ نومبر ۱۹مه (لړم ۲۸مه) امریکا غږ ته وویل، چې په اوس وخت کې د جمهوري ریاست د ابتدايي نتایجو د اعلان لپاره چمتوالی نیسي.

هغه زیاته کړه: "له مالي لحاظه کمېسیون ستونزه نه لري او په دې برخه کې ژمنې شوي دي او له تخنیکي پلوه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دې لپاره چمتوالی لري، که چېرې انتخابات دویم پړاو ته لاړ شي، په ټول افغانستان کې یې ترسره کړي".

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون پر داسې مهال د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو لپاره د چمتوالي خبر ورکوي، چې د نږدې دوه میاشتو په تېرېدو سره د دغو انتخاباتو د ابتدايي نتایجو په اعلانولو بریالی شوی نه دی.

د انتخاباتو کمېسیون د یو شمیر انتخاباتي ډلو د مخالفتونو سربېره په ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا شمیرنې بهیر پیل کړی دی.

ښاغلي سادات وویل، چې په ۱۵ ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیاشمیرنې پروسه بشپړه شوې او په ۱۳ ولایتونو کې دوام لري.

د کمېسیون ویاند زیاته کړه، چې په شپږو ولایتونو کې اعتراض‌کوونکو د انتخاباتو کمېسیون کار کوونکو ته د رایو د تفتیش او بیاشمیرلو اجازه نه ده ورکړې.

ټاکل شوې وه، چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدايي نتایج د تلې/میزان په ۲۷مه اعلان شي، چې دا نېټه یو ځل د لړم/عقرب ۲۳مې ته وځنډول شوه، خو کمېسیون په دې نېټه هم د دغو نتایجو په اعلانولو بریالی نه شو.

د انتخاباتو کمېسیون تر اوسه د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو د اعلان لپاره نوې نېټه نه ده ټاکلې، خو ویلي یې دي، چې په کابل او ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیاشمیرنې د پروسې له بشپړېدو وروسته به ابتدايي نتایج اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG