د لاس رسي وړ اتصالات

یو ویروس د فیسبوک له لارې د ایفون کامره پرته له اجازې کارولی شي


د فیسبوک ادارې د سه شنبې په ورځ ومنله چې د فیسبوک اپلیکیشن د کارولو پر مهال فیسبوک د ایفون کمرې ته د کاروونکي د اجازې پرته لاسرسی لري.

سي ان ان ته ددغې ادارې مسئولینو ویلي چې دوی د دغې ستونزې د حل لپاره کار پیل کړی او هیله لري چې په نږدو کې یې حل کړي.

د فیسبوک اپلیکیشن دغه ستونزه د 95Visual کمپنۍ مالک جاشوا میدوکس وروسته له هغې وموندله چې پخپل موبایل کې یې د فیسبوک اپلیکیشن کارولو پر مهال کامره فعاله ولیدله.

جاشوا ددغې ستونزې په اړه په خپل پروفایل کې یوه ویډیو هم خپره کړې او وایي چې دغه ستونزه یواځې په ایفون کې رامنځ ته کیږي او انډرویډ موبایلونو باندې اغیز نه لري.

د سایبري امنیت یوې ادارې "کینا سیکیورټي" مسئول اینجینر، جیري ګمبلین وایي چې تر اوسه د فیسبوک ادارې د دغې ستونزې د ختمیدو په اړه ډاډ نه دی ورکړی.

ګیمبلن د ایفون له کاروونکو وغوښتل چې تر هغې پورې د فیسبوک ادارې ددغې ستونزې د حل کیدو په اړه پوره ډاډ نه وي ورکړی، ښه به وي چې د فیسبوک اپلیکشن څخه کامرې ته د لاسرسي حق واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG