د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د امنیتي سکتور د کشف برخه دې لا پیاوړې شي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د خاصو او د ملي امنیت د چټک غبرون قطعاتو د ګډې قوماندانۍ د پرانیستلو پر مهال، له امنیتي چارواکو څخه وغوښتل، چې اطلاعات جدي ونیسي او خپلې کشفي څانګې لا پسې پیاوړې کړي.

د افغانستان حکومت د شنبې په ورځ (مارچ ۱۰) د 'خاصې قطعې او د ملي امنیت د چټک غبرګون قطعې ګډه عمومي قوماندانۍ' پرانیستله.

ښاغلي غني په دغو مراسمو کې، د کشف په برخه کې د ملي امنیت ځواکونو د اقداماتو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه "زما ټینګار دا دی چې کشف ډیر پیاوړی شي، او په ورته وخت کې د دې اړتیا ده چې زموږ نور اراکین هم کشف جدي ونیسي، اطلاعات جدي ونیسي او د اطلاعاتو پر بنسټ اقدامات وکړي. ملي امنیت په کراتو خپله ملي دنده ترسره کړې، خو ځینې وخت زموږ دوستان داسې بوخت وو، چې د کشف ارزښت یې نه دی درک کړی".

د ښاغلي غني پر وینا، پخوا جګړې اصول درلودل، خو اوس یې بڼه بدله شوې او افغانستان له یوې 'بې‌پولې او وحشیانه' جګړې سره مخامخ دی، چې پر وړاندې یې افغانستان د کشفي او اطلاعاتي برخې لاپیاوړي کولو ته اړتیا لري.

د افغانستان ولسمشر د دولت د وسله‌والو مخالفینو پر ضد د خاصو قطعاتو عملیات اغیزمن وبلل او زیاته یې کړه، چې دغه قطعات د ځانګړو عملیاتو لپاره روزل شوي او په هغو سیمو کې چې خاص قطعات په کې په میاشتو بوخت وي، د عملیاتو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي.

ولسمشر غني دغه راز په ملي امنیت ریاست کې د شکنجې تورونو ته په اشارې وویل، چې په دې بنسټ کې شکنجه ځای نه لري او د افغانستان د ملي امنیت منسوبین د قانون حاکمیت او ملي ارزښتونو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG