د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د داعش تسلیم شوي غړي به محاکمه شي


څو ورځې مخکې په جوزجان کې د داعش لسګونه غړي افغان ځواکونو ته تسلیم شول
څو ورځې مخکې په جوزجان کې د داعش لسګونه غړي افغان ځواکونو ته تسلیم شول

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، په شمال کې د داعش ډلې د تسلیم شویو جګړه ‌مارانو پر جنایتونو به سترګې پټې نه‌ شي او د جنګي اسیرانو په څیر به ورسره چلند وشي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ (زمري ۱۵) د وزیرانو د شورا په غونډه کې وویل، تسلیم شوي داعشي جګړه ماران به تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې راوستل شي.

اجرائیه رئیس زیاته کړه "تسلیمي په دې معنی نه ده، چې هغوی جنایت کړی وي او په هغه وخت کې چې کړۍ ورباندې تنګه شوې وي راشي د دولت لوري ته او ورته پناه ورکړل شي او هغه جنایتونه چې دوی ترسره کړي دي سترګې ورباندې پټې شي".

تیره اونۍ په جوزجان ولایت کې د مولوي حبیب‌الرحمان او د هغه د مرستیال مفتي نعمت‌الله په مشرۍ له ۲۰۰ څخه زیات داعشي جګړه ماران افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

ښاغلي عبدالله امنیتي مسولینو ته په خطاب وویل، چې د تسلیم شویو داعشيانو وضعیت ته په کتو باید له هغوی سره چلند شوی وی او د تسلیمیدو له لومړي پړاو څخه تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې نیول شوي وی.

د هغه پر وینا، دغو جګړه مارانو سوله نه ده کړې، بلکې د دغې ډلې مشر وژل شوی وو، له طالبانو سره په جګړه کې وو او حالاتو د جګړې پریښودلو ته اړ کړي وو.

اجرائیه رئیس دغه راز د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول د سرپل ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ولایت په میرزاولنګ دره کې د داعش ډلې له خوا د ملکي افغانانو د وژلو پيښه به د قانون پر بنسټ وڅیړل شي.

XS
SM
MD
LG