نن چهارشنبه ډسمبر ۸ (لېندۍ ۱۷) د هند د لوی درستیز د سورلۍ (IAF Mi-17V5) هلیکوپټرې سقوط کړی دی.
د هند هوايي ځواک د یاد خبر په تائید سره ویلي چې په هلیکوپټر کې د دغه هیواد لوی درستیز (بپین راوت) او څو نورو کسانو سفر کاوه چې د دغه هیواد په جنوب کې سقوط وکړ.
د هندي چارواکو د معلوماتو په اساس دغه هلیکوپټر د هند جنوب کې د «تامیل نادو کونور» سیمه کې لوېدلې ده.
د هند هوايي ځواک ویلي چې د پېښې د څېړلو په اړه سیمې ته پلاوی رسېدلی دی. خو دایې نه دي ویلي چې په دغه پېښه کې مرګ ژوبله رامنځته شوې او که نه.
د ځینو رسنیو د راپورنو له مخې په دغه پېښه کې د هلیکوپټرې درې عمله وژل شوي دي.