د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا د حزب التحریر اسلامپاله ډله وتړله


د اندونیزیا حکومت وايي حزب التحریر د دغه هېواد د اساسي قانون خلاف فعالیت کاوه
د اندونیزیا حکومت وايي حزب التحریر د دغه هېواد د اساسي قانون خلاف فعالیت کاوه

د اندونیزیا د ولسمشر د یو نوي فرمان په اساس د حزب التحریر اسلامپاله ډله، چې په نړۍ کې "اسلامي خلافت"غواړي، ناقانونه اعلان او وتړل شوه.

ولسمشر جوکو ویدودو تېره اونۍ حکومت ته پوره واک او اختیار ورکړ چې هغه ټولې ډلې او سازمانونه دې بند او ناقانونه اعلان کړي چې د اندونیزیا د اساسي قانون خلاف فعالیتونه کوي.

په فرمان کې هغه ډلې هم راځي چې د اندونیزیا د رسمي پنځو اساساتو ضد فعالیت کوي، په دغو اساساتو کې د اندونیزیا ملتپالنې، عدالت او ډیموکراسۍ، بشري حقونو، ملي یوالي او ځینو نورو مسایلو ته احترام او درناوی لازم بل دی.

د اندونیزیا مهمو اسلامپاله ډلو د ولسمشر دا کار ستایلی دی، خو د بشري حقونو ډلو ویلي چې حکومت له خپل واک او ځواک څخه ناوړه ګټې اخلي او د سازمانونو او ګوندونو حقونه تر پښو لاندې کوي.

سره له دې چې د حزب التحریر مشر په خپلې یوې مقالې کې د اندونیزیا د رسمي اساساتو درناوی کړی، چارواکي وايي حزب التحریر په اصل کې د دغو اساساتو خلاف کار کوي.

اسوشیتډپرس وایي په جاکارتا کې د مسیحي والي په ضد په تېرو مظاهرو کې هم د حزب التحریر او د اسلامي مدافعانو د جبهې په نامه د یوې بلې ډلې لاس و، والي اسلام ته په سپکاوي تورن شوی و چې بیا یې انتخابات هم وبایلل.

حزب التحریر په اندونیزیا کې زرګونه پلویان لري. د دغې ډلې ویاند اسماعیل یسانتو ویلي چې د ولسمشر د فرمان پر ضد به اعتراض وکړي. د دغې دلې شاوخوا ۲۰۰۰ غړو د سه شنبې په ورځ( جولاۍ ۱۸) په جاکارتا کې مظاهره وکړه او د حکومت دا پرېکړه یې وغندله.

اندونیزیا یوازینی هېواد نه دی چې حزب التحریر یې بند کړ، ځینو نورو اسلامي هېوادونو هم دا ډله ناقانونه اعلان کړې ده. حزب التحریر په افغانستان کې هم فعالیت کوي او په ټولنیزو رسنیو کې په ښکاره د خپلې ډلې شعارونه او پیغامونه خپروي.

د دغې ډلې لوی شعار دا دی چې باید په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو خلافت وي او دوی تر ډېره داسې ښکاره کوي چې له سوله ییزو لارو خپل هدف ته رسېدل غواړي.

د یادولو ده چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د دغې ډلې ځینې غړي د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیولي او بندي کړي هم دي.

XS
SM
MD
LG