د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران بریدونو کې هېڅ تلفات نلرو


ولسمشر ټرمپ د ایران له بریدونو وروسته خپل ولس ته وینا وکړه
ولسمشر ټرمپ د ایران له بریدونو وروسته خپل ولس ته وینا وکړه

په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر اډو د ایران له بریدونو وروسته ولسمشر ټرمپ خپل ولس ته وینا وکړه.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د ایران د میزایلو په دغو بریدونو کې امریکايي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

هغه وویل چې امریکایي ځواکونو له مخکې احتیاطي ګامونه اخیستي وو او د خبردارۍ سیستمونه یې فعال وو چې په بریدونو کې ورته کوم زیان رسېدلی نه دی.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ په خپلې وینا کې وویل: "داسې ښکاري چې ایران مخ پر زوال دی."

هغه یو وارې بیا د ایران د قدس ځواکونو وژل شوی مشر قاسم سلیماني " لوی ترهګر" یاد کړ او وویل چې هغه باید وختي وژل شوی وای.

ښاغلي ټرمپ وویل چې سلیماني په سیمه کې تاوتریخوالي ته لمن وهله " د حزب الله ډلې په ګډون یې" اورپکي روزل او ترهګریزو بریدونه یې کول.

ولسمشر ټرمپ وویل په عراق کې د امریکا په سفارت باندې برید هم د سلیماني پلان و چې " یو امریکايي په کې ووژل شو او یو شمېر نور ژوبل شول، هغه نور پلانونه هم نیولي وو، خو موږ پرېنښودل."

ښاغلي ټرمپ په ښکاره وویل چې ایران به پرېنږدي چې اتومي وسلې ترلاسه کړي. هغه پر ناټو هم غږ وکړ چې باید په منځني ختیځ کې په روانو چارو کې تر پخوا ډېره ونډه واخلي.

هغه وویل چې تر څو ایران هلته تاوتریخوالي ته لمن وهي، په منځني ختیځ کې سوله او ثبات نه راځي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې پر ایران به اقتصادي بندیزونه زیاتوي او تر څو چې ایران " خپل چال چلند بدل کړی نه وي، دا بندیزونه به په خپل حال وي."

هغه د ایران پر مشرانو او ولس هم غږ وکړ چې هغه کسان چې سوله غواړي امریکا هم ورسره سوله کوي.

ولسمشر ټرمپ پر یو شمېر عراقیانو هم انتقاد وکړ او وویل چې امریکا ورسره میلیاردونه ډالر مرسته وکړه خو هغوی" د مننې پر ځای، مرګ پر امریکا شعارونه ورکوي."

ولسمشر ټرمپ شاوخوا نهه دقیقې خبرې وکړې، هغه دا خبرې په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر پوځي اډو د ایران د میزایلو له بریدونو وروسته په غبرګون کې وکړې.

ایران وايي دا بریدونه یې د سلیماني د وژلو په غچ کړي دي، ناټو دا بریدونه غندلي او له ایران څخه یې غوښتي چې شخړه دې نوره نه زیاتوي.

XS
SM
MD
LG